خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

اوس بهرنیو ځواکونو د پاتې کیدو مسوول څوک دي؟!

لیکوال: صفی‌الله ملاخیل

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې به د ټولو امریکايي ځواکونو ایستل ګران کار وي، خو ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې پاتې کیدونکي نه دي او ممکن راتلونکی کاله یې ځواکونه دلته نه وي. نوموړي وویل، کوښښ کوي چې د ټرمپ له لوري له طالبانو سره شوی توافق عملي کړي، خو زیاتوي، دا چې څرنګه به یې عملي کړي، پر دې کار روان دي.

په ورته مهال آلمان هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ. تر دې وړاندې آلمان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر مسوولانه اجراج ټینګار کړی و او ویلي یې وو چې اجازه باید ور نه کړل شي چې دغه هیواد یو ځل بیا د سخت دریځو لاس ته ولویږي. افغان ملت هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر مسوولانه اخراج ټینګار لري او نه غواړي هیواد یو ځل بیا سقوط وکړي.

خو د بهرنیو ځواکونو پاتې کیدو ته د طالبانو له لوري مطبوعاتي غبرګونونه شدید دي او ویلي یې دي چې د بهرنیو ځواکونو پاتې کیدل د جګړې د دوام په معنا دی. خو طالبانو ته نږدې سرچینو بیا ویلي که چیرته په افغانستان کې بهرني څواکونه پاتې کیږي هم له طالبانو سره په تفاهم کې به وي. په دې معنا چې د طالبانو اوسني غبرګونونه هم یوازې رسنیز دي او دغه ډله هم هڅه کوي چې د سولې خبرې نورې یوې پایلې ته ورسیږي. اما که چیرته طالبان او د افغانستان د حکومت موجودو مشرانو د سولې له پروسې سره صادقانه او مسوولانه برخورد کړی وای، اوس به هم بهرني ځواکونه له افغانستانه بهیر شوي وای او ضرورت به نه و، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنې موجودې وای. طالبانو چې یوازې دومره کړي وای چې تشدد یې کم کړای وای او یا یې کاملاً اوربند کړی وای او له دغې پروسې سره یې مسوولانه برخورد کړی وای او ځینو کړیو ته یې د سولې ضد کړنو فرصت نه وای برابر کړی اوس به د سولې پروسې عملي نتایج لیدل کیدل او طالبان د نظام برخه وای او له افغانستان به بهرني ځواکونه په بشپړه توګه وتلي وای؛ اما دا په‌خپله طالبان او د افغانستان د اوسني حکومت چارواکي دي چې د سولې پروسه یې عمداً سخته کړه او خبره یې تر دې ځایه ورسوله، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون ټول مواد هو به هو تطبیق نه‌شي.

 اما اوس هم وخت شته او لا هم د سولې لپاره هیلې نه دي خاورې شوي. که چیرته طالبان او د افغانستان د حکومت مشران د سولې له پروسې سره سم برخورد وکړي او سوله یرغمل نه کړي، هم سوله تامینیدای شي او هم له افغانستان د بهرنیو ځواکونو مسوولانه وتلو ته زمینه برابریدای شي.

Writer: Safiullah Mulakhail

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق