خبرهای مرتبط

جمع

د کورني او یا بل هر ډول جنګ د دوام امکان او اسانه حل لار!

لیکونکی: صفی‌الله ملاخیل

د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې پر اساس د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د ټاکل شوې نېټې ـ چې د مې لومړۍ ده ـ له نږدې کیدو سره هم‌مهاله اوس داسې اندېښنې چې که بهرني ځواکونه افغانستان څخه ووځي، ممکن طالبانو د دوه یا درې کلونو په موده کې پر افغانستان ولکه وکړي او القاعده شبکې ته د بیا غوړیدا زمینه برابره شي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ شمیره کې ویلي چې امریکايي استخباراتو جمهور رئیس جیو بایډن ته خبرداری ورکړی چې که پوځیان بهر کړي، نو طالبان قدرت ته رسیدای شي.

تر دې یوه ورځ وړاندې بایډن هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه محتاطانه نظر څرګند کړی و او ویلي یې وو چې له تخنیکي پلوه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې د ټولو سرتیرو ایستل ناممکن دي. په ورته مهال آلمان هم په افغانستان کې خپل ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ او ټینګار لري چې اجازه باید ور نه کړل شي چې طالبان یو ځل بیا حاکم شي.

پرون شنبه د ملي امنیت شورا سلاکار او نورو امنیتي چارواکو په ګډ خبري ناستې کې خبرداری ورکول شوی چې ممکن افغانستان له کورنۍ جګړې سره مخ شي. د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د یوې پوښتنې په ځوای کې وویل چې که څه هم افغان ځواکونه د دفاع وړتیا لري، اما دا اندېښنه هم شته چې که چیرته بهرني ځواکونه افغانستان څخه ووځي کورنۍ جګړې پیل شي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې تر دې وړاندې د محب په ګډون ګڼو افغان چارواکو د افغان ځواکونو د پوره وړتیا خبره کړې وه، حالات یې تر کنترول لاندې ښودلي وو او ویلي یې وو چې دول یوازې مالي ستونزه لري او په نورو برخو کې د هیواد بشپړې دفاع ته اماده دي. اوس پوښتنه دا چې دغه شان څرګندونې د څه لپاره کیږي؟ ایا هیواد واقعاً د کورنیو جګړو له ګواښ سره مخ دی او که طالبان دومره پیاوړي دي چې نظام ته سقوط ورکولی شي؟

که چیرته افغان امنیتي ځواکونه بشپړه وړتیا درلودلی او پر ځان بسیا وای، نو له شک پرته چې امنیتي حالات یې کابو کولی شوای؛ اما لیدل کیږي چې د جګړې دیخوا وضعیت هغه شان چې ویل کیدل سم نه دی او اندېښنې شته. یعنې د امنیتي مسوولانه مخکینۍ خبرې سمې نه وې.

 اما که چیرته هیواد د کورنۍ جګړې له خطره مخ وي، دا بیا له طالبانو او یا هم له نورو ترهګرو ډلو سره تر جګړې خورا خطرناکه مسئله ده، ځکه دا دا معنا چې د دې خاورې خلک له یو بل سره په جګړه کې ښکیل کیږي، چې دا تجربه یو ځل تېره شوې او خلک ترې زښت زیات نفرت لري او غواړي چې اوسني نظام پر خپل ځای پاتې شي او په څه نا څه اصلاحاتو سره د طالبانو په ګډون د ټولو افغانانو ګډ نظام شي او په ګډه ترې دفاع وکړي.

 نو له همدې امله زما ټینګار پر دې دی، کله چې په‌خپله امنیتي چارواکي هم د وضعیت د خرابوالي په اړه اندېښنې لري، نو بیا خو دې د حکومت مشران او په ځانګړې توګه ارګ د سولې د هڅو هرکلی وکړي او له طالبانو سره دې رغنده خبرو ته زمینه مساعده کړي او طالبان هم باید د راتلونکو هر ډول ګواښونو ممکنه احتمالات په نظر کې ونیسي او اجازه باید ور نه کړل شي چې د سولې خبرې منحرفۍ، ناکامې او تر رنګارنګ نومونو لاندې د جګړو دوام ته زمینه مساعده شي.

Writer: Safiullah Mulakhail

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق