امنيتي چارواکي وايي، په خوست ښار کې د يوه موټرسايکل بم د چاودنې په نتيجه کې يو شمېر ملکي وګړي او نظامي کسان ټپيان شوي. د خوست امنيه قوماندان پاسوال محمد داؤد آمين پرون یکشنبه مارچ ۲۸(وري ۸) امريکاغږ ته ويلي چې دغه چاودنه پرون غرمه شاوخوا يوه بجه د خوست ښار مجاهد څلور لاري ته نږدې د ملي امنيت د ځواکونو پر رېنجر موټر شوې ده.
هغه زياته کړه چې چاودېدونکي توکي په يوه موټر سايکل کې ځای پرځای شوي وو او د ملي امنيت د ځواکونو د موټرو د تېرېدو پرمهال چاودنه ورکړل شوې ده. نوموړي وويل چې په دې چاودنه کې ۱۴ تنه ملکي ګړي او دوه د ملي امنيت ساتونکي ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې روغتيايي مسؤلين وايي چې د چاودنې له ځايه د يادو ټپيانو له جملې څخه د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی. عيني شاهدان وايي، چاودنه د ملي امنيت پر هغو ځواکونو شوې چې په خوست کې د جمهوري نظام په ملاتړ د يوې سترې ولسي غونډې چې پرون يکشنبه جوړه شوې وه، د امنيت د ټينګښت لپاره ګمارل شوي وو.
د عيني شاهدانو په وينا، په ټپيانو کې ځينې هغه کسان هم شامل دي چې په ياده غونډه کې يې ګډون کړی و. تر اوسه د دې بمي بريد مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې هکله څه ويلي دي.
لیکوال: میرویس یوسفی