خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

ټاکنې د افغانانو درد نه‌شي دوا کولی، ملي بحثونو او ملي تفاهم ته اړتیا ده!

د جمعې په ورځ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند غړو په کابل کې لاریون وکړ. دوی له حکومت څخه ګڼې غوښتنې درلودلې چې اساسي هغه یې د سولې په پار د اوسني حکومت بدلون و. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یاد لاریون کې وویل چې د سولې لپاره اړینه ده چې اوسنی حکومت له قدرت څخه استعفا ورکړي او پر ځای ټولمنلی او ټولشموله حکومت جوړ شي.

د حزب اسلامي پلویان په داسې حال کې د حکومت د بدلون او پر ځای یې د نوي ټول شموله حکومت غوښتنه کوي، چې د سولې لپاره د امریکا په طرحه کې هم د واک د شراکت په هدف د نوي حکومت وړاندیز شوی، چې ظاهراً د ولسمشر غني له لوري رد شوی دی. ولسمشر غني د واک د پریښودو یوازینۍ لار ټاکنې بولي چې په اوسن وخت کې ورته نه شرایط اماده دي او نه افغانان ورسره چندان علاقه لري او نه هم د سولې او جګړې مقابل لوری طالبان ورسره موافق دي. د طالبانو ډلې له ټاکنو سره کلک مخالفت څرګند کړی.

اما ایا سوله په رښتیا د ټاکنو له طریقه تامینیدای شي؟ په داسې حال کې چې اکثریت مخالفین او موافقین په راتلونکي حکومت کې د ونډې تمه لري او پر دې باور دي چې که چیرته د افغانستان ستونزه په اساسي او ريشه‌يي توګه حل کیږي، نو باید ټولو لوریو ته په عادلانه توګه ونډه ورکړل شي.

د دې ترڅنګ ټاکنې نه‌شي کولی چې د تفاهم لپاره زمینه مساعده کړي، ترڅو پر ټولو ستونزو او مشکلاتو بحث وشي. په داسې حال کې چې د افغانستان ستونزه د خبرو او بحث د کمښت څخه ريښه اخلي، ځکه تر ډېره پر اصلي موضوعاتو ـ چې د هیواد د بې ثباتۍ، نا امنۍ او د خلکو د نارضایتي او محرمیت سبب دي ـ بحث نه دی شوی او تر ډېره پر کلیاتو موافقه شوې، چې له څو معدودو کلونو نسبي ارامتیا وروسته هرڅه له ګډوډیو سره مخ شوي.

که چیرته شل کاله وړاندې د بُن په کنفرانس کې داسې زمینه مساعده شوې وای چې ټول لوري په کې وای او د امریکایانو له لوري پر افغانانو اوسنی سیستم نه وای تحمیل شوی، په هیڅ صورت د ولس له دغه شان نفرت او مخالفت سره نه مخ کیده؛ نو له همدې امله پر حکومت مو غږ دا دی چې د ټاکنو پر ځای ملي بحثونو ته زمینه مساعده کړي او افغانانو ته اجازه ورکړي چې ستونزې په ریښه يي توګه حل کړي او پر یوه مناسب جوړښت جوړجاړي ته ورسیږي.

اما که چیرته حکومت ټینګار پر ټاکنو ولري، ایا دا ضمانت موجود دی چې تر ټاکنو وروسته حکومت به یادو بحثونو او ملي تفاهم ته زمینه برابره کړي؟ ممکن له ټاکنو وروسته رامنځته شوی حکومت هم د ولسمشر غني د حکومت په شان دریځ ونیسي او افغانان له یو بل مشکل سره مخ شي چې کله یې په اړه چا فکر هم نه دی کړی!

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق