پخواني ولسمشر حامد کرزي د حزب اسلامي له مشر گلبدین حکمتیار سره د هیواد پر روان وضعیت او د سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د سولې فرصت پر نه ضایع کیدو، په ترکیې که د سولې جوړیدونکي کنفرانس او نورو اړوندو موضوعاتو باندې خبرې شوي دي.
په دې ناسته کې ټینګار شوی چې د ترکیې ناستې ته باید د افغانانو دریځ یو وي او په واحد دریځ هلته حضور ومومي، ترڅو د هیواد شخړه نوره پای ته ورسیږي او افغانستان د سولې څښتن شي.