اروپایي ټولنه وایي، ولسمشر غني دې سیاسي لومړیتوبونه درک کړي او د سولې د بریا لپاره دې مناسب ګامونه اوچت کړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مرستیال په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د سولې ملاتړي دي، خو په بېړنۍ توګه د واک د لېږد یا بدلون ملاتړ نه کوي. د آرناوټ پاولس په خبره د واک بېړنی بدلون افغانستان ته ثبات نهشي راوستلی او دا یې لار نه ده.
دده په خبره هېڅ لوری هم په افغانستان کې په یوازې ځان بریا ته نه شي رسېدلی. نوموړي دا هم ویلي چې طالبانو په وروستیو کې بریدونه ډېر کړي دي، جګړه شدیده شوې او هدفي بریدونه هغه څه دي چې د افغانانو ژوند یې تریخ کړی دی.
آرناوټ له ولسمشر غني غوښتي چې د هېواد په سیاسي لومړیتوبونو ځان پوه کړي او د سولې لپاره اغېزناک او کوټلي ګامونه اوچت کړي چې په دې توګه په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسول شي.