یورواېشیا رېویو خپرونه وایي چې افغان جګړې په امریکا کې خپل محبوبیت بایللی دی او ډېری امریکایان په دې باور دي چې دغه جګړه بې مانا او له بې ځایه لګښتونو پرته بله هیڅ ګټه نه لري.
سرچینه کاږي چې د بایډن اداره هم نه غواړي په افغانستان کې خپلې بې مانا او بې پایه جګړې ته دوام ورکړي. د سرچینې په خبره، امریکا د افغان سولې په اړوند یوه طرحه وړاندې کړې ده چې ښکېل اړخونه یې ردوي او نه غواړي چې یو بل سره په ګډه د یو نظام تر چتر لاندې کار وکړي.
د خپرونې له لورې خپرې شوې اوږدې لیکنه کې راغلي، روغه جوړه چې مهمه موضوع ده او تر لاسه کول یې ګران کار دی د افغانستان د اوږدې او خونړۍ جګړې د پای ته رسولو کیلي ګڼل کېږي.
لیکنه کې راغلي، په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره هر ډول پرېکړه له خطره خالي نه ده، ځکه چې که امریکایي سرتېري وځي< نو طالبان واک ته رسېږي او که نه وځي< نو دا جګړه به دوام پیدا کوي.
د لیکنې وروستۍ برخه کې راغلي چې په ترکیه کې د سولې په اړه جوړېدونکي کنفرانس ته هیلې شته او ډېری کارپوهان په دې باور دي چې دا ناسته به یوې هوکړې او اوربند ته زمینه برابره کړي.