خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

اکبر: د ترکیې غونډې اجنډا په اړه خلکو ته معلومات نه دي ورکړل شوي

د ترکیې د غونډې د جوړېدو په درشل کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د دغې غونډې د اجنډا په اړه له خلکو سره د معلوماتو په نه شریکولو انتقاد کړی دی. اغلې اکبر دغه راز د ترکیې په غونډه کې د افغان میرمنو او د مدني ټولنې استازو ته په ټیټه کچه د ونډې په ورکولو هم انتقاد کړی او ویلي یې دي چې په دې غونډه کې د نارینه سیاسي مشرانو ګډون د بریا یوازینی فورمول نه دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې ویلي: «په لسو ورځو کې د افغانستان د راتلونکي په اړه په ترکیې کې یو کنفرانس جوړېږي، هیچا نه د افغانستان جمهوري ریاست، نه ډاکټر عبدالله، نه ملګرو ملتونو، نه متحده ایالاتو، نه ګډو کوربانو او نه هم طالبانو د اجنډا، له وړاندې ټاکل شویو نتایجو او میکانیزم په اړه عامو افغانانو ته څه نه دي ویلي.»

اغلې اکبر همداشان ویلي چې په دغې غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو د سولې مرکچي پلاوو د رول په اړه هیڅ شفافیت نه دی رامنځ ته شوی. هغې وویل چې د ترکیې په غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون، مدني ټولنې او د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې ونډه په پام کې نه ده نیول شوې.

امریکا غږ لیکي چې د افغانستان په اړه د ترکیې غونډه په روانې اپریل میاشتې کې جوړیږي. له دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني به په دغې غونډه کې د سولې په اړه خپله طرحه له ګډونوالو سره شریکه کړي. د اساسي قانون ساتنه او دوام او د انتخاباتو له لارې د واک انتقال د دغې طرحې دوه عمده ټکي بلل شوي دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق