خبرهای مرتبط

جمع

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

د سولې پر طرحو اختلافات ستونزې زیاتوي!

د جمهور رئیس غني دوهم مرستیال استاد سرور دانش د مصالحې عالي شورا له لوري توحید شوې طرحه باندې اعتراض کړی دی او وايي، چې دا طرحه تر ډېره د یوه ګوند طرحه ده او غیر عادلانه ده. نوموړي ویلي چې په یاده طرحه کې باید د حکومت له طرحې استفاده شوې وای، اما زیاتوی چې تر ډېره د خلیلزاد پر طرحه او یوه ګوند پر نظر تمرکز شوی، چې له امله یې قدرت د دوه لوریو ترمنځ ویشل کیږي او نورو قومونه په کې د درېیمې درجې وګړو حیثیت غوره کوي. نوموړي ویلي چې په اوس وخت کې پارلماني نظام ته هیڅ شرایط برابر نه دی او تر دې وړاندې هم  دغه شان نظامونو نتیجه نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې ارګ هم د سولې لپاره خپله طرحه د مصالحې عالي شورا ته وړاندې کړې وه او په خپله ولسمشر هم د سولې د ټینګښت په هدف تر وخت مخکې ټاکنو باندې ټینګار لري، هغه څه چې لا نړیوالو ورته سر نه دی ښورولی. له دې سره مل طالبانو اعلان کړی چې د ترکیې ناستې ته په هغې نېټه نه شي حاضریدای چې امریکا او نور هیوادونه یې د جوړیدو په هڅه کې دي.

داسې ښکاري چې د ترکیې ناستې ته لا هم شرایط نه دی برابر شوي. د جمهوریت له لوري هم ګڼې ستونزې موجودې دي او تر هغو چې حل نه شي، یاده ناسته نتیجه هم نه‌شي ورکولی. د ترکیې ناسته که همدومره مهمه ګڼل کیږي، ورته د افغانستان د حکومت او طالبانو له لوري اماده‌ګي هم مهمه ده، دا ځکه چې د ترکیې په ناسته کې باید پر یوه پراخ بنسټه جوړښت توافق وشي او د افغانستان معضله یو طرفه شي. په همدې خاطر بیلابیل لوري هڅه کوي چې خپل نظر او لیدوری مطرح کړي او خپل طرحه تر ټولو بهتره وبولي.

زموږ په باور په افغانستان کې ټول لوري غواړي چې د سولې له حکومت وروسته په نظام کې خپل ځان وګوري، په همدې خاطر د طرحو شمیر تر ډېرشو واوښت. که څه هم په راتلونکي نظام کې د ټلو قومونو، سمتونو او قشرونو حضور حیاتي دی او باید تامین شي؛ اما تر ټولو مهمه خبره د جمهوریت له لوري د یوې عادلانه او پراخ بنسټه طرحې وړاندې کول دي. په افغانستان کې د دنه ټول جریانونه باید د سولې لپاره پر یوه واحده طرحه سلا وکړي، داسې نه شي کیدای چې هر څوک پر خپله طرحه باندې ټینګار ولري چې دا بیا نورې ستونزې زیږوي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق