خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

جلال‌آباد؛ د تراویح لمانځه پر مهال د یوې کورنۍ اته کسان وژل شوي

جلال اباد ښار نهمه ناحیه کي د یکشنبي په شپه د تراوېح لمانځه پرمهال پر لمونځ کوونکو ډزې شوې چې د یوې کورنۍ اته غړي په‌کې وژل شوي. د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل بي بي سي ته ویلي، پېښه وړمه شپه نهه بجې سراچه علي خان د نغلو په سیمه کې شوې ده، چې د حاجي عبدالوهاب د کورنۍ اته غړي، چې پنځه یې زامن او درې یې ورېرونه دي وژل شوي.  امرخېل وايي: «لومړني معلومات ښیي چې یاده بده پېښه د شخصي ځمکې پر سر د جنجال له امله رامنځ ته شوې. سیمې ته زموږ امنیتي او کشفي ارګانونه رسېدلي او په جدي توګه تر څیړنې لاندې ده.»

ضیاء الحق امرخېل وايي، په ټول توان به ددې بدې پېښې د عاملینو د نیولو هڅه کوي. پولیس وايي، دغو خلکو په یوه ځايي جومات کې د تراوېح لمونځ کاوه چې وسله وال کسان ورغلل او ډزې یې پرې وکړې. په برید کې دوه نور کسان ټپیان شوي او ملا امام تښتېدلی دی. تر اوسه ددغه برید مسئولیت چا نه دی منلی.

افغانستان کې د کرنیزو ځمکو، څړځایونو او له اوبو د ګټې اخیستو پر سر وخت ناوخت شخړې رامنځ ته کېږي. په ۲۰۱۰ کال کې هم د ننګرهار د دوو ولسوالیو وګړو پر ځمکه وسلواله ن‍ښته کړې وه چې په پایله کې یې درې تنه ولسي کسان وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي وو.

نښته وروسته تر هغې شوې وه چې د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکو لاريون وکړ او د کابل جلال اباد لاره يې د اوږده مهال لپاره وتړله وروسته د چارواکو په وينا د سمرخېلو په سرخ دېوال سيمه کې د روداتو خلکو د عرب توکمو ځينې کورونه وسېځل او په ۲۰۱۳ کال، د کابل په شمال ختیځ کې د ځمکې پر سر وسله واله نښته کې لږترلږه دوه پولیس او اته نور کسان ټپیان شوي وو.

په ۲۰۱۱ کال کې پکتیا کې دوو کورنیو د ځمکې پر سر شخړه کړې وه چې له کبله یې درې کسان وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو.‌

د افغانستان په درو سوېل ختيځو ولایتونو (خوست، پکتیا او پکتیکا) کې ډېری ځلې د ځمکې، غر او ځنګلونو پرسر ورته شخړې رامنځ ته کېږي چې تر دې مهاله په کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتیا په ګاونډ خوست کې هم په ۲۰۱۰ کال د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو د دوو قبیلو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې له دواړو غاړو لږترلږه اته کسان وژل شوي وو. دا ډول شخړې د خوست په ډېرو سیمو کې شته، چې ډېر کله د پېښېدا له امله ګڼه مرګ ژوبله رامنځ ته کوي او مخکې پکې د استوګنې ګڼ کورونه سوځول شوي دي. دا ډول پېښې د حکومت پرضد یو ستر ګواښ دی، چې چارواکي يې له سترې ننګونې سره مخامخ کړي دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق