د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له هیواده د ټولو بهرنیو ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړې ته په اشاره وايي، له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د ایستلو اعلان ښيي چې لوبه بدله شوې ده، خو زیاتوي دوی له وړاندې د داسې وضعیت د راتلو وړاندوینه کړې وه او ورته بشپړ چمتووالی لري.
اشرف غني له سي،ان.ان سره په یوه مکه کې دا ډاډ هم ورکړ چې د ناټو او امریکايي ځواکونو په وتو سره به افغانستان له هیڅ ډول ګواښ سره مخ نهشي. هغه وویل، «افغان ځواکونه په ځانګړي ډول کمانډویان او هوايي ځواک له جمهوریته د دفاع وړتیا لري.»
ولسمشر غني ویلي چې د امریکا او ناټو د ټولو پوځیانو وتل د سولې لپاره یو فرصت دی او له پاکستانه یې غوښتي چې په سیمه کې د امنیت لپاره همکاري وکړي. نوموړي ویلي چې که د آسیا زړه آرام وي پاکستان او سیمه به هم آرامه وي، خوکه نا آرام وي، نو پاکستان به هم ناآرام وي. هغه زیاته کړې: «اوس د بیاځلي محاسبې وخت دی، زموږ لپاره دا یو فرصت دی، خو د طالبانو او پاکستان لپاره د غوراوي وخت دی چې آسیا زړه د امنیت لپاره د یوه ښه شریک په توګه رول ولوبوي.»
ولسمشر غني پر طالبانو هم غږ کړی چې د سولې خبرو ته حاضر شي، ترڅو د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل شي. نوموړي ویلي چې له دې وروسته د طالبانو جګړه هیڅ ډول مشروعیت نه لري، ځکه په وینا یې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتونکي دي: «د طالبانو دا بهانه چې په افغانستان کې بهرني پوځیان دي پای ته رسېدلې، دا جګړه نور دیني مشروعیت نه لري. یو سیاسي جوړجاړی مهم دی. اوس توپ د طالبانو او د هغوی د ملاتړو په میدان کې دی.»
خو ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی چې واک به د ټاکنو له لارې انتقالوي، هغه وړاندیز چې د طالبانو له لوري په کلکه رد شوی دی.
اشرف غني داسې مهال د افغانستان د وضعیت په اړه ډاډ ورکوي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی چې د افغانستان د راتلونکې په اړه هیڅ ډول ضمانت نهشته چې څه به پيښ شي.
له دې سره مل شنونکي وايي چې د سولې په پروسه کې د ولسمشر غني نه همکاري د دې سبب شوه چې له اوږدې مودې وروسته لاسته راغلی فرصت د ضایع کیدو او افغانستان د جګړو له ګواښ سره مخ شي. شنونکي باوري دي چې د سولې په خبرو ډېر وضعیت ضایع شوی دی او که چیرته ولسمشر غني په رښتیا هم د لوبې له بدون او بهرنیو ځواکونو وتلو ته چمتووالی درلود، نو باید د سولې له پروسې سره یې صادقانه همکاري کړې وای او دغه بهیر یې یوې نتیجې ته رسولی وای.