په کابل کې د پاکستان سفیر ویلي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د یوه جګپوړي پاکستاني پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی. منصور احمد خان پر خپل ټویټر لیکلي، کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر موخه له افغان چارواکو سره د سولې خبرو، امنیت او نورو اړوندو مسلو په اړه کول دي.
ښاغلي خان وړاندې لیکلي وو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي استانبول کې د افغانستان او ترکیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سه د افغان سولې په تړاو مهمې خبرې درلودې. د شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب وویل، د پاکستان یو پلاوی کابل ته “راروان دی.”
محب وویل دا پاکستانی پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ څه موده وړاندې بحرین کې د لیدنو د پیل شوې لړۍ په دوام کابل ته راځي. نوموړي دا هم ویلي وو چې په دغو خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو په حل او تخنیکي مسایلو بحثونه کېږي. ښاغلی محب وايي: «موږ تل ویلي چې باید پاکستان سره ستونزه حل شي. لاسپوڅي یې ښايي هر ډول ادعا ولري، خو واقعیت له سترګو پناه نه دی.»
کابل ته د پاکستاني پلاوي تر رسېدا وروسته د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر ټوېټر لیکلي، «د پاکستان له لوري د امونیم نایټریټ کارول او پوځي چاودېدونکو توکو رسول طالبانو ته د لا ډېر تولید او د سړک غاړې ماینونو د جوړولو لا ډېره وړتیا ورکړې. دا وژونکې وسلې په اسانۍ ولسي وګړي وژل شي چې د بشریت پر ضد جرم دی.» صالح پر یوناما او ملګرو ملتونو غږ کړی چې په دې اړه دې خپل غږ اوچت کړي.
څو ورځې وړاندې افغانستان ته د پاکستان د پارلمان یو جګپوړی پلاوی را روان و، چې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر د تړل کېدو له امله وځنډېد. د پاکستان د پارلمان مشر اسد قیصر په مشرۍ دغه پلاوی د دریو ورځو لپاره افغانستان ته راته. افغان چارواکو د هوايي ډګر د تړل کېدو لامل هوايي ډګر کې د پخوانیو باروتو شنډول بللي وو چې په وینا یې د یاد پلاوي الوتکې ته د نه کېناستو خبره شوې ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي وو، ددې سفر موخه د اختلافونو هوارول پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کول وو. کابل ته د پاکستان دا پلاوی داسې مهال سفر کوي، چې له وسلهوالو طالبانو سره په قطر کې د افغان حکومت د سولې مذاکرات درېدلي دي.
په پام کې وه چې د روانې اپرېل میاشتې په وروستیو کې استانبول کې د افغان سولې په تړاو کنفرانس جوړ شي، خو دا چې طالبانو وویل، تر هغو چې بهرني ځواکونه نه وي وتلي، دوی د سولې خبرې نه کوي. څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د روان کال د سپټمبر تر ۱۱ مې به له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.
خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون کې ټاکل شوې وه چې بهرني پوځیان به د اپرېل تر پایه له افغانستانه ووځي. طالبان وایي، امریکا پر ټاکلې نېټه د پوځیانو نه ایستلو سره د دوحې تړون ماتوي او که داسې کېږي، نو دوی د امریکا پر نورو ژمنو هم باور نهشي کولی. بي بي سي په خپل راپور کې زیاتوي، څو ورځې وړاندې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي وو، که طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال پر دوی برید وکړي نو سخت ځواب به ورکول کېږي.