د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره لیدلي دي. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراخوالي او دغه راز د سولې پروسې په کامیابۍ کې د سیمهییزو هېوادونو پر رول خبرې اترې شوې دي.