د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د وضعیت د کابو کولو او د سولې خبرو د بریالیتوب په هدف د افغان سیاسیونو پر اتحاد او انسجام ټینګار کړی دی. نوموړي له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په مرکه کې خبرداری وکړی چې که چیرته افغان مشران سره متحد نهشي او له فرصته استفاده ونه کړي، د ده په وینا د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دې یوې ترخې جګړې ته اماده اوسي. نوموړي پر طالبانو هم غږ کړی چې خپلې غوښتنې د خبرو له طریقه مطرح کړي او ټینګار یې کړی چې د زور له طریقه کله هم نهشي کامیابیدای.
ډاکټر عبدالله په داسې مهال په افغانستان کې د سیاستوالو پر اتحاد او اتفاق ټینګار کوي، چې د سولې خبرو په برخه کې په رښتیا هم د افغان مشرانو تر منځ هیڅ ډول یووالی او انسجام نه لیدل کیږي. هر ډله، هز حزب او هر لوری د خپلو شخصي او ټیمي ګټو د خوندیتوب په غرض له دغه بهیر سره سلیقهيي برخورد کوي. د سولې لپاره تر ډېرشو د زیاتو طرحو شتون د دې ښه بیلګه کیدای شي چې لا هم د جمهوریت په طرف کې هیڅ ډول هماهنګي او یووالی نه لیدل کیږي. حتا د حکومت او ملي مصالحې عالي شورا ترمنځ هم هماهنګي نهشته. ارګ د سولې خبرې د دوی کار ګني او د ملي مصالحې عالي شورا یې د سیاسي تفاهم پر اساس خپل حق بولي او د هیواد نور سیاسي مشران بیا د سولې په برخه کې پر خپل رول ټینګار لري او حکومت په انحصار باندې تورنوي.
اوس پوښتنه دا ده چې په خپله ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله د سولې په برخه کې څه اغیزمن رول لوبولی دی؟ د سیاسي هوکړې پر اساس د سولې ټولې چارې باید د ملي مصالحې عالي شورا ترسره کړي او حکومت او ارګ په کې د مداخلې هیڅ ډول حق نه لري؛ اما تر کومه چې افغانانو او نړیوالو ته څرګنده ده، پهخپله ډاکټر عبدالله تر اوسه نه دی توانیدلی چې د سولې په بهیر کې خپل اغیزمن رول ثابت کړي او حکومت، سیاسیونو او نړیوالو ته وښايي چې د سولې اصلي لاره له سپیداره تیریږي نه له ارګه.
دغه شان ګډوډ وضعیت کې څنګه کیدای شي چې له نورو سیاسونو څخه وغوښتل چي سره متحده شي. د سیاسونو اتحاد د چا مسوولیت دی؟ سیاسیونو که همداسې په نامعلوم او سردرګمه حالت کې پرېښودل شي، په سل کاله کې هم نه شي متحده کیدای؛ دا د ملي مصالحې عالي شورا دنده او مسوولیت دی چې د حکومت په ګډون ټول سیاسي مشران تر یوه چتر لاندې سره راټول کړي او د سولې سرې او شنې کرښې ترسیم او وړاندې لاړ شي.