په هرات، خوست، لوګر، کونړ او پکتیا ولایتونو کې په هېواد کې د وروستیو بریدونو پر ضد لاریونونه شوي دي. لاریونوالو د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده او ویلی یې دي چې نور باید دواړه غاړې د سولې خبرو ته کېني او په هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
خوست کې د لاريون ګډونوالو په جګړه کې پر ښکېلو خواوو په ځانګړي ډول په وسلهوالو طالبانو غږ کړی چې جګړه ودروي، د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر په خاطر دې اوربند او سوله وکړي. په ورته وخت کې د هرات ولایت اوسېدونکو هم پر طالبانو د جګړې د درولو غږ کړی دی او له دغې ډلې یې غوښتنه کړې ده چې باید له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته حاضر شي.
په همدې حال کې په لوګر کې هم مدني فعالانو د وروستۍ چاودنې په غبرګون کي بهرنيان وځي نور جنګ د څه لپاره او جنګ بس دی، سوله وکړی تر عنوان لاندې خېمه درولې ده او د جګړې له ښکېلو لوریو یې د سولې او اوربند غوښتنه کړې ده.
په ورته مهال ګڼشمېر کونړیانو چې پرون سهار د دغه ولایت په مرکز اسداباد کې د اعتراض په توګه را ټول شوي وو، په هېواد کې وروستۍ امنیتي پېښې، د تاوتریخوالي ډېروالی او د سولې خبرواترو ځنډېدل وغندل او د اوربند غوښتنه یې وکړه. لاریونوالو د لوګر د وړمې ورځې پېښې ته په اشارې چې ۲۴ کسان پهکې ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول وویل، هغه بریدونه چې عام افغانان پهکې وژل کېږي، په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدای.
په لاریون کې د ځوانانو، قومي مشرانو او دیني عالمانو تر څنګ، معلولانو هم ګډون کړی و. لاریونوالو چې ژرترژره د افغان وژنې بندېدو، دایمي اوربند او سرتاسري سولې راتلو شعارونه یې بدرګه کول، غوښتنه وکړه چې د جګړې ټول اړخونه دې د ولسونو غوښتنې له پامه نه غورځوي. دوی له ښکېلو لوریو وغوښتل چې د سولې خبرې اترې پیل او هېواد کې تلپاتې اوربند وکړي.
بلهخوا پکتیاوالو هم د یکشنبې په ورځ په هېواد کې د روانې جګړې پر وړاندې اعتراض کړی او له ښکېلو لوریو یې غوښتي، که جګړې ته دوام ورکړي، خلک به یې پر وړاندې ملي پاڅون وکړي. د پکتیا یوشمېر قومي مشرانو، ښځو، ځوانانو او مدني فعالانو په یوه خبري غونډه کې پر وسلهوالو طالبانو او حکومت غږ وکړ چې د سولې له روان فرصت نه ګټه واخلي. دوی د لوګر وروستي موټربم برید ته په اشارې وویل، طالبان دې په ښارونو کې له سترو او کوچنیو بریدونو او چاودنو لاس واخلي او اوربند ته دې غاړه کېږدي.
د دې خبري غونډې ګډونوالو احمدشاه احمدزي او سیدجال اصف وویل، افغانان له جګړې ستړي شوي او په وینا یې، که طالبان فکر کوي چې د جګړې له لارې به واک ته ورسېږي، دغه کار ناشونی دی او هېواد کې به د روانې جګړې د اوږدېدو او کورنۍ هغې د پیل لامل شي.
دا لاریونونه په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې چې د امریکایي ځواکونو د وتلو راپورونه ورکړل شوي دي ورسره سم د تاوتریخوالي کچه نوره هم لوړه شوې ده.