خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

د افغانستان راتلونکې او د منفي تبلیغاتو اوج!

له کومې ورځې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتیرو د ایستلو پرېکړه اعلان کړې، د افغانستان په اړه په رسنیو په ځانګړې توګه په غربي میډیا کې پراخ منفي تبلیغات هم پیل شوي دي. وخت نا وخت امریکايي او غربي چارواکي، مبصرین او شنونکي د افغانستان د خطرناکې راتلونکې وړاندوینه کوي.

تازه د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي د افغانستان د نامعلومې راتلونکې په اړه خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، که څه هم افغان پوځ ښه روزل شوی دی او کافي تجربه لري، خو بیا هم د افغانستان راتلونکې د پیشبینۍ وړ نه ده. له دې سره مل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو پر ایستلو ټینګار کړی، خو دا یې هم ویلي چې افغانستان یوازې نه پریږدي او په وینا یې مرستې به دوام ولري. دی هم د افغانستان د راتلونکې په اړه هیله بخښوونکی دریځ نه لري.

اوس پوښتنه دا ده چې واقعاً امریکا په افغانستان کې د څه شي په لټه کې ده. د امریکا په اړه پیشني کول او یا د دغه هیواد د سیاستونو په اهدافو باندې پوهیدل خورا ګران کار دی. تر دې وړاندې داسې ویل کیدل چې امریکا له ترهګرۍ سره د جګړې په موخه افغانستان ته راغلې، اما وروسته ښکاره شوه چې دغه هیواد نور اهداف هم لرل او د ترهګرۍ په پلمه یې د افغانانو په کورونو او کلیو کې جګړې پیل کړې چې له امله یې د افغانانو حساسیتونو راوپاریدل او کله چې جګړه شدیده او طالبان او نور ترهګر لا پیاوړي شول، اوس له مخکیني خبراوي او د اکثریت افغانانو د توقع خلاف له افغانستانه وځي. په داسې حال کې چې همیشه یې ویل چې د افغانستان جګړه په مسوولانه توګه پای ته رسوي.

اما اوس د دوی وتل عادي نه دي، بلکې له یو عالم تبلیغاتو او منفي بافیو سره مل دي. که چیرته امریکا په رښتیا هم د افغانستان او د دې هیواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو ملاتړی ځان بولي، نو باید ترې دفاع او ملاتړ هم وکړي. باید پرې نه ږدي چې دغه په یو عالم قربانیو باندې جوړ شوی نیم بنده سیاسي، امنیتی او فرهنګي نظام ړنګ شي او پر ځای یې هرج مرج او انارشي حاکمه شي.

امریکا باید له افغانستان د خپلو سرتیرو د ایستلو بهیر له هر ډول منفي تبلیغاتو لرې بشپړ کړي، هر افغان د دې پلوی دی چې امریکایان په خوندي توګه له افغانستانه ووځي، خو امریکا او ناټو هم باید اجازه ور نه کړي چې دلته یو ځل بیا هرج او مرج حاکم شی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق