خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

حکومت او طالبانو د اختر ورځو کې درې ورځنی اوربند اعلان کړی

د حکومت او طالبانو ترمنځ درې ورځنی اوربند

ارګ: یو ځل بیا له طالبانو غواړو چې د دایمي اوربند لپاره د خلکو برحقه غوښتنې ته لبیک ووایي

عبدالله: لنډمهاله اوربند د افغانستان د ستونزې دایمي حل لار نه ده

د کرزي هرکلی: ښکېلې غاړې باید له جګړې لاس واخلي او دایمي اوربند وکړي

د طالبانو له لوري د کوچني اختر په ورځو کې د اوربند له اعلان وروسته، ارګ، سپیدار او پخواني ولسمشر دفتر له تود هرکلي مخ شوی دی. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني افغان امنیتي ځواکونو ته دستور ورکړی چې د راتلونکي کوچني اختر په درېیو ورځو کې دې اوربند مراعت کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو دې اعلان ته په خپل غبرګون کې ویلي، د دوی او د افغانانو ټينګار په هېواد کې پر رښتیني او دایمي اوربند دی. د ارګ په اعلامیه کې په هېواد کې د وروستیو خونړیو بریدونو او جګړو پړه یو ځل بیا پر طالبانو ور اچول شوې او ټینګار شوی چې دا ډول کړنې نه یوازې د اختر بلکې په نورو ورځو کې هم شرعي جواز نه لري: «د افغانانو په استازولۍ یو ځل بیا له طالبانو غواړو چې د دایمي اوربند لپاره د خلکو برحقه غوښتنې ته لبیک ووایي او د مذاکراتو مېز ته ور وګرځي، ترڅو زموږ خلک د عادلانه او تلپاتې سولې په فضا کې خپل اساسي حق ته چې ژوند کول دي، ورسېږي.»

د هیواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم د طالبانو له لوري د اوربند د اعلان هرکلی کړی او دا یې د سولې خبرو د بیا پیل لپاره مناسب فرصت بللی دی. هغه ویلي چې دا اوربند باید دایمي شي.

په ورته مهال د طالبانو له خوا اوربند د ملي مصالحې عالي شورا له تود هرکلي سره هم مخ شوی، اما یاده شورا ټینګار لري چې د افغانستان د کشالې دایمي حل لار لنډمهالی اوربند نه دی، بلکې جګړه باید د تل لپاره ودرول شي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اختر په ورځو کې د طالبانو له لوري لنډمهالی اوربند افغانانو ته د ارامۍ کوچنی فرصت برابروي او ستونزه په دایمي توګه نه حلوي. هغه ویلي، چې  په افغانستان کې له موجودو ستونزو د خلاصي یوازینۍ لار د سولې پروسې چټکتیا، دایمي اوربند  او سیاسي تفاهم دی.

عبدالله زیاته کړې: «د افغانستان بحران پوځي حل لار نه لري. د وروستیو څلورو لسیزو تجربه ښيي چې وژل او تاوتریخوالی د حل لار نه ده، بلکې د جګړې، بحران او شخړې د ژوریدو سبب کیږي. په همدې دلیل باید هیڅ ډله د غلطې محاسبې اشتباه ونه کړي چې په وژنو او تاوتریخوالي به نتیجې ته ورسیږي.»

عبدالله عبدالله یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د سولې خبرو ته بیرته راوګرځي او په دایمي اوربند او د جګړې په پایه ته رسولو سره له سیاسي حل ‌لارې ته زمینه برابره کړي.

که څه هم د دایمي اوربند غوښتنه په بیا بیا له طالبانو شوې، اما دغې ډلې ترې همیشه انکار کړی او اوربند یې د بین الافغاني خبرو د اجنډا یوه برخه بللې، هغه خبرې چې له میاشتو راهیسې په ټپه ولاړې دي.

اما دغې ډلې دا ځل د هر ډول تمې خلاف په‌خپله خوښه درې ورځنی اوربند اعلان کړی. تر دې وړاندې افغان دولت او نړیوالو ترې په دغه شان مهمو ورځو کې د اوربند تکراري غوښتنې کړې وې، چې د طالبانو له خوا همیشه ردیدې.

طالبانو د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۷ کال کې په کمکي اختر کې د افغانستان له حکومت سره اوربند وکړ چې د خلکو له تود هرکلی سره مخ شو او طالب جنګیالي ان د کابل ښار ته رادننه شول. اما داځل طالبانو خپلو جنګیالیو ته خبرداری ورکړی چې د افغان دولت تر کنترول لاندې ساحو ته داخل نه‌شي او په همدې ډول خپلو سیمو کې دولتي کسانو ته د تګ اجازه هم ور نه کړي.

ارګ تر اوسه د طالبانو دغه اعلان ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د افغانستان حکومت همیشه له طالبانو غوښتي چې اوربند ته حاضر شي او د زیاتې مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.  

په ورته مهال د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو له لوري د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.

د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې پخوانی ولسمشر، د افغانستان د رنځېدلو خلکو لپاره چې هره ورځ له درد او مرګ سره مخ دي، درې ورځنی اوربند هم د ارام ساه اخیستو یو ښه فرصت بولي او هرکلی یې کوي.

 اعلامیه کې وړاندې راغلي، د افغانستان خلک دایمي اوربند او تلپاتې سوله غواړي او دا يي طبیعی حق دی. نوموړي د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی دی چې د پردیو په ګټه له روانې جګړې لاس واخلي، له خپل هېواد او خلکو سره د مینې پر اساس او اسلامي او انساني ارزښتونو ته د درناوي لپاره دې دا اوربند دایمي کړي او خپلې ټولې هڅې دې د سولې د خبرو پر بیا پیل او کامیابولو متمرکزې کړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق