خبرهای مرتبط

جمع

د فاریاب د نوي والي ټاکنه؛ حکومت باید له تدبیره کار واخلي!

حکومت داوود لغماني د فاریاب د والي په توګه معرفي کړی دی، خو دغه ګمارنه له ګڼو جنجالونو سره مل ده. په فاریاب کې زرګونو کسانو د حکومت له دغه پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی. د فاریاب پخواني والي نقیب الله فایق هم د حکومت له پرېکړې راضي نه و. په ورته مهال د حزب جنبش اسلامي افغانستان مشر مارشال عبدالرشید دوستم بیا خپلو پلویانو ته امر کړی چې د حکومت د نوي والي د کار مخه ونیسي، او آن ویلي یې دي چې که موقع برابره شوه په تندي یې په مرمۍ وولئ. له دې سره مه‌مهاله په فاریاب کې ولسونو د ولایت د مقام مخکې ته د پرلت خیمي درولی دي، خو حکومت د ټولو اختلافاتو او حساسیتونو سره د فاریاب نوی والي محمد داوود لغمانی د ولایت مقام پرځای په (۲۰۹) شاهین قول اردو کې معرفي کړی دی.

په ورته مهال پژواک آژانس په ارګ کې د ځینو سرچینو له قوله ویلی چې حکومت ممکن په نږدې راتلونکي کې محمد عالم ساعي د تخار د والي په توګه، احمد ایشچي د جوزجان د والي په توګه او ډګرجنرال عبدالمالک د فاریاب د والي په توګه معرفي کړي. سرچینې زیاته کړې چې د عبدالرشید دوستم د مارشالۍ رتبې د لغوه کیدو او له مشرانو جرګې د راحله دوستم د ایستلو په اړه هم خبرې روانې دي.

اوس پوښتنه دا ده چې په موجودو حساسو شرایطو کې واقعاً حکومت غواړي وکړي؟ په دې حساس وخت  کې چې له یوې بهرني ځواکونه له هیواده تلونکي دي، له بل لوري طالبانو جګړو ته شدت ورکړی او هره ورځ یوه دوه ولسوالیو ته سقوط ورکوي، دغه ډول حساسیت پاروونکي اقدامات څه معنا لرلی شی؟

ایا حکومت غواړي چې په رښتیا حکومتوالي تقویه کړي؟ ایا د سیمه‌ییزې حکومتوالۍ پیاوړتیا لاره همدا ده؟ زموږ په باور سیمه‌ییزه حکومتوالي هغه مهال پیاوړې کیدای شي چې د سیمې خلک له حکومت څخه راضي وي؛ نه دا چې د مرکزي حکومت پر کړنو شکمن وي. د فاریاب خلک که په هره انګیزه د نوي د معرفي کیدو مخالفت کوي، خو حکومت ته نه ښايي د خلکو له احساساتو سره لوبې وکړي.

که د سیمې خلک له والي سره همغږي نه وي، ځنکه کیدای شي چې هغه والي کامیاب و اوسي؟! دا سمه ده چې ممکن په سیمه‌ییزه کچه ځینې ستونزې موجودې وي او دغه پرېکړې او ادلون بدلون د فساد د په مخنیوي کې مثبت ثابت شي، اما په اوسه وخت کې د دغه شان پرېکړو عملي کول نه یوازې دا چې د حکومت په ګټه نه دي، بلکې د ولس او دولت ترمنځ فاصله نوره هم زیاتوي. حکومت باید د عامو خلکو په شان احساساتي ونه اوسي، بلکې باید له پوره تدبیره کار واخلي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق