د طالبانو د ډلې یوه لوړ پوړي غړي امیر خان متقي تازه څرګندونو کې حکومت باندې تور پورې کړی چې د سولې خبرو ته نه حاضریږي او په وینا یې وختکشي کوي. نوموړی داسې مهال حکومت تورنوي چې تر دې وړاندې حکومت برعکس طالبان د خبرو له میزه په تېښته تورن کړي دي. حکومت وايي، چې په دوحه کې د طالبانو مذاکراتي ټیم خبرو ته نه حاضریږي. په ورته مهال په استانبول کې جوړیدونکی کنفرانس هم د طالبانو د مخالفت او نه ګډون له امله ځنډیلی دی.
اوس پوښتنه دا ده چې د سولې د خبرو د دریدو اصلي علت څه دی؟ که څه هم طالبان او حکومت هڅه کوي په رسنیو کې ځان د خبرو پلوي وښيي، اما د خبرو پر میز بیا غیرحاضر وي. همدا اوس په دوحه کې نه د حکومت مذاکراتي تیم حضور لري نه د طالبانو! د افغانستان سولې خبرې دمګړۍ په ابهام او تیارو کې واقع دي. دواړه لوري د دښمنو لوریو په توګه هیڅکله داسې لهجه نه ده کارولې چې ترې د آرامښت او خبرو ته د ژمنتیا احساس پیدا شي. دمګړۍ دواړه لوري د یو بل پر وړاندې تر ټولو شدید حنګ او تاوتریخوالی کوي.
اما افغان ولس پوهیږي چې د افغانستان سوله او جنګ دواړو لوریو ته د عاید سرچینې ګرځیدلي دي او له همدې امله ده له دغه بهیر سره چندان علاقمندي موجوده نه ده. که داسې وای او دواړو خواوو د افغانستان د راتلونکې او د افغانانو پر موجود وضعیت زړه خوږولی، نو هغه ورځ چې امریکا د عسکرو د ایستلو اعلان کړی و، په سبا یې باید دوی ویلي وای چې د مقابل لوري پر وړاندې زموږ جګړه هم پای ته رسیدلې ده او نوره شخړه به د خبرو له لارې حل کړو؛ اما نه دوی د دې پر ځای جګړو ته زور ورکړ او بهرنیانو ته یې ثابته کړه چې جنګ یې یوازې د قدرت تر لاسه کولو لپاره پیل کړی و او تر هغو چې دغه هدف ته رسیدلي نه وي، نه وسله پر ځمکه ږدي او نه هم د افغانانو له وژلو لاس اخلي.
نړیوال ګوري چې افغانان د قدرت په خاطر څومره وحشت ته مخه کړې ده او څومره په زړه سخت دي چې د قدرت لپاره د هر څه ترسره کولو ته اماده دي. نو په همدې پلمه غواړو له طالبانو او افغان حکومت څخه یو ځل بیا وغواړو چې نور دې ولس نه تیر باسي او په رښتیني توګه دې خبرو ته حاضر شي او ستونزه دې د خبرو له لارې حل کړي او د ولس یرغمل ساتل دې پای ته ورسوي.