د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د چین جمهوریت له سفیر ښاغلي وانګ یو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي دي. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د افغان سولې او په دې بهیر کې د چین هیواد پر رول خبرې شوي دي. په ورته مهال د افغانستان مخکیني جمهور رئیس حامد کرزي په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي بهادر امینیان سره هم پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې کړي دي. په دې ناسته کې پر اوربند ټینګار شوی.