«افغانستان کې د پاکستان د ستراتيژیک عمق پالیسي زړه ده، نوره نه چلیږي.»
د پاکستان صدر اعظم عمران خان وايي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې په افغانستان کې د سیاسي توافق په رامنځته کیدل خطر کموي.
عمران خان له رویټرز له خبري آژانس سره په خبرو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د سیاسي توافق په رآمنځته کیدو باندې ټینګار لري او وايي، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې باید افغانان سیاسی توافق ته ورسیږي؛ ځکه د ده په خبره دا کار د کورنۍ جګړې د کمیدو خطر کموي.
عمران خان وایي: «دا مهال په پاکستان کې یوه ویره موجوده ده. خو زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې یو ډول توافق رامنځته شي، څو په دغه هیواد کې د کورنۍ جګړې د پېښیدو خطر کم شي.» خو عمران خان دا هم وايي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې تر اعلان وروسته طالبان داسې فکر کوي چې د جګړې ګټونکي دي.
عمران خان په دې مرکه کې وايي، چې د پاکستان پخوانیو حکومتونو افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي لپاره ستراتيژیک عمق غوښت، چې د ده په خبره دا د پخوانیو حکومتونو زړه پالیسي وه، د پاکستان تازه تګلاره دا ده چې پاکستان په افغانستان کې ستراتيژيک عمق نه غواړي.
هغه ټینګار لري: «د پاکستان پخوانۍ ستراتيژي دا وه، کله چې ویره وه چې په افغانستان کې د هند نفوذ زیات شي، بیا پاکستان په افغانستان کې د ستراتيژیک عمق غوښتنه کوله، ځکه چې پاکستان نه غوښتل چې د دښمن افغانستان او هند ترمنځ زیان وویني؛ نو دا د پخوانیو حکومتونو پالیسي وه، زما حکومت احساس کوي چې دا زړه پالیسي ده، نوره نه چلیږي، موږ په افغانستان کې ستراتيژیک عمق نه غواړو.»
د افغانستان په اړه د پاکستان د صدر اعظم عمران خان خبرې داسې مهال کیږي، چې په وروستیو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته جګړو شدت اخیستی او د سولې خبرې هم په ټپه ولاړې دي.