خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

پاکستان کې د امریکا پوځي اډې لپاره د اسلام‌آباد شرط

امریکا د افغانستان په نږدې ګاونډ کې د پوځي اډو جوړولو په هڅه دي

نیوریارک ټایمز: امریکا په پاکستان کې د پوځي اډو جوړولو غوښتنه کړې، خو پاکستان شرط ایښی

نبیل: امریکا د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته پوځي اډې جوړولو هڅه کې ده، څو له افغانستانه د وتونکي پوځیانو یوه برخه په‌کې ځای پر ځای کړي

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، چې امریکا د افغانستان په ګاونډ کې د سترو پوځي د جوړولو په هڅه کې ده. دې ورځپانې په یوه تازه راپور کې ویلی چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر سره هم‌مهاله د سي.آی.اې چارواکي د ترهګرو ډلو پر ضد د عملیاتو لپاره د افغانستان په ګاونډ کې د پوځي اډو د جوړولو په هڅه کې ده، چې د دې کار لپاره د امریکا لومړنی انتخاب پاکستان دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په خپل راپور کې لیکي: «سي.آی.آې داسې لارې لټوي چې د سرتیرو له وتلو وروسته په افغانستان کې د استخباراتو، جنګ‌ ـ جګړې او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره معلومات راټول کړي. سي.آی.اې کلونه د پاکستان په لوېدیځو غرونو کې یوه پوځي اډه درلوده او له هغه ځایه یې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کول؛ خو په ۲۰۱۱ کال کې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شوې، نو ورسره دا اډه هم وتړل شوه. اوس نو چې په هر ډول معامله کار کیږي که څه هم دا به د پاکستان حکومت ته خواشینوونکې واقعیت وي، ځکه چې له اوږدې مودې راهیسې له طالبانو ملاتړ کوي.»

په ورته مهال نیویارک ټایمز ورځپانې ته امریکايي چارواکو ویلي، پاکستان کې د امریکا نظامي اډو د جوړولو لپاره وروستیو اونیو کې د سي.آی.اې مشر ویلیم برونز پاکستان ته پټ سفر کړی او په همدې ډول د امریکا د دفاع وزیر لیون آسټین هم له پاکستاني چارواکو سره په دې تړاو ټیلیفوني خبرې کړي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي: «د سي.آی.آې مشر ویلیم برونز په وروستیو اونیو کې د پاکستان اسلام آباد ته پټ سفرونه کړي دي، څو د پاکستان د پوځ له مشر او د دغه هیواد د استخباراتي ادارې له رئیس سره وګوري. د دفاع وزیر لوید آستین هم د پاکستان د پوځ له مشر سره په ځلونو په ټیلیفون خبرې کړې دي او راتلونکې لپاره یې افغانستان کې د امریکا په عملیاتو کې د پاکستان د همکاریو غوښتنه کړې.»

خو نیویارک ټایمز ته د رسیدلو معلوماتو پر اساس پاکستان په‌خپله خاوره کې د امریکا د پوځی اډو د جوړیدو لپاره شرط وړاندې کړی او هغه دا چې د امریکا استخباراتي اداره او دفاع وزارت کوم اهداف چې په افغانستان کې په نښه کوي، باید د پاکستان توافق پرې واخلي.»

ورځپاڼه زیاتوي: «د امریکايي او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرو کې پاکستاني چارواکو د اډو جوړولو په بدل کې بیلابیل شرطونه وړاندې کړې دي، پاکستان غوښتنه کړې څو ورته په ډاګه شي چې سي.آی.آې او پوځ په افغانستان کې کوم اهداف لري او هغه اهداف چې په افغانستان کې یې په نښه کوي باید لومړی پاکستان څخه پرې توافق واخیستل شي.»

په دې راپور کې راغلي چې امریکايي ډیپلوماټان په مرکزي آسیا کې هم د اډو د جوړیدو په هڅه کې دي، خو دوی له دې اندېښمن دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د دې کار په کلکه مخالفت وکړي.

په راپور کې همدا راز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر سره هم‌مهاله د جګړو شدت او د طالبانو لاس ته د ځینو سیمو د لوېدیو په اړه اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ښايي کابل هم د طالبانو لاس ته ولوېږي او له همدې امله امریکايي چارواکي د اوږد مهال لپاره د استخباراتي معلوماتو راټولو ته جدي اړتیا لري.

په ورته مهال د ملي امنیت عمومي ریاست مخکیني رئیس رحمت الله نبیل کابل نیوز ته ویلي چې داسې راپورونه شته چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته پوځي اډې جوړیږي او ښايي له افغانستان څخه وتونکي سرتیري هلته ځای پر ځای شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق