خبرهای مرتبط

جمع

د ولسوالیو سقوط؛ لوبه، تاکتیکي شاتګ که غلط مدیریت؟!

په وروستیو څو اوونیو کې د ولسوالیو سقوط خلک سخت اندېښمن کړي. تازه د ملي دفاع وزارت په یوه نوي اقدام کې هغه کسانو ته خبرداری وکړی چې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د منځګړي رول لوبوي او په دې پلمه ولسوالۍ او سیمې طالبانو ته پریږدي. ملي دفاع وزارت ویلی، یو شمیر کسان چې تر دې مخکې یې د منځګړي په توګه طالبانو د ولسوالیو په سپارلو کې ونډه اخیستې ده نیولي هم دي.  

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وروستیو څلویښتو ورځو کې د شاوخوا دېرشو ولسوالیو د سقوط ادعا کوي، خو حکومت یې نه ورسره نیسي؛ اما په ټوله کې د ولسوالیو سقوط او د دولتي ځواکونو د تاکتیکي شاتګونه خورا زیات شوي دي. موندنې ښیي په تېرو شاوخوا درې اونیو کې نږدې ۲۰ ولسوالسو سقوط کړی دی. د میدان وردګو ولایت نرخ او جلریز، د لغمان دولت شاه، د فاریاب قیصار او دولت‌اباد، د غور شهرک او تولک، د ارزګان ګېزاب او چنارتو، د غزني جغتو او اب‌بند، د بادغیس سنګ اتش او جوند، د تخار چاه‌اب او اشکمش، د بدخشان ارغنجخواه، د دایکندي پاتو، د سرپل سوزمه قلعه او د بلخ زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

که څه هم دولت ورته د تاکتیکي شاتګ نوم ورکوي، خو که تاکتیکي شاتګ وي او یا هم سقوط دواړه د دې سبب کیږي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې پراخې شي او طالبان پیاوړي شي. تر اوسه شکونه دا دي چې دولت په خپله دولتي پوستې راټولوي او دغه لړۍ په خورا شدت سره روانه ده. خلک نه پوهیږي چې واقعاً څه لوبه روانه ده چې له مقاومت پرته ولسوالۍ طالبانو سپارل کیږي. هره ورځ یوه دوه ولسوالۍ، پوځي بیسونه او لسګونه پوستې طالبانو ته له مقاومت پرته پرېښودل کیږي.

دلته شکونه دا دي چې له یوې خوا دولت له طالبانو سره د کوم جوړجاړي پر اساس پوستې او ولسوالۍ پریږدي او تاکتیکي شاتګ کوي او په ځینو مواردو کې بیا په لوړه کچه د امنیتي ارګانونو ترمنځ د هماهنګۍ د نه شتون له امله ځواکونه مجبوریږي چې یا شاتګ وکړي او یا هم تسلیم شي. له دې دوه مواردو پرته بل هیڅ څه هم د امنیتي ځواکونو د شاتګ سبب نه شي کیدای، ځکه امنیتي ځواکونه دومره هم ضعیف نه دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې هرڅه طالبانو ته پریږدي. په تېرو کلونو کې دغو ځواکونه ثابته کړې ده چې د جګړې پوره وړتیا لري، خو چې سم مدیریت او رهبري شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق