خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

افغانستان د جګړې سخت پړاو ته داخلېدونکی دی!

د بهرنیانو تر وتلو وروسته د افغانستان وضعیت د خرابیدو په لور خوځیدلی دی او ورځ تر بلې حالات خرابیږي. له یوې خوا د دولت له لاسه ولسوالۍ وځي، له بل لوری په هیواد کې جګړه داسې مخصوص پېچلتوب ته رسیدلې، چې تر دې وړاندې کله هم دلته تجربه شوې نه وه. پرون په ننګرهار ولایت کې پنځه واکسیناتوران د ناپيزاندو کسانو له لوري وژل شوي دي، درې نور ټپیان دي؛ خو لا معلومه نه ده چې دا کار چا او ولې کړی دی؟

له دې وړاندې هم په هیواد کې داسې بریدونه شوي چې طالب یې مسوولیت نه دی اخیستی، خو دولت یې پړه پر همدوی ور اچوي. پر جوماتونو، پوهنتونونو، ښوونځيو او تعلیمي مرکزونو، مخورو او دیني عالامانو، معلمانو او استادانو، ښځو، ژورنالستانو او عامه تاسیساتو بریدونه په افغانستان کې هیڅ ډول مخینه نه لري. افغانستان له دې وړاندې هم په جګړه کې ښکیل وو، خو هیڅکله هم ورته بریدونه نه شوي او نه هم لیدل شوي او دا د دې ښودنه کوي چې په دې خاوره کې جګړه نوي پړاو ته داخلیدونکې ده. دا پړاو به ډېر خونړی او خطرناک وي، ځکه نه د جګړې لوری معلوم دی او نه هم د بریدونو مسوولیت څوک اخلي، بلکې له یوې مخې افغانان وژل کیږي او چیرته چې د افغان وژلو ته موکه برابره شي، ترې استفاده کیږي. دغه ډول جګړه د دې ښودنه کوي چې په هیواد کې بهرني لاسونه ډېره شوې او دولت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو چارو ادارې بیا د افغانستان روان او راتلونکي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې که د سولې خبرې جدي پرمختګ ونه لري، نو د افغان کډوالو تازه څپې ته باید اماده و اوسي. دوی ویلی چې د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې باید د افغان کډوالو لپاره ځای ځایګی برابر کړل شي.

دا وضعیت د دې ښودنه کوي چې د افغانستان حالات د خرابۍ لور ته روان دي او زموږ دولت مشران بیا د غفلت په خوب ویده دي. هره ورځ دوه او درې ولسوالۍ سقوط کوي، دوی آن یوه اعلامیه هم نه خپروي او داسې ښيي چې ګني په هیواد کې خیر او خیریت دی. اما خبر نه دي چې جګړه د کابل ولایت سرحدونو ته نه، بلکې د کابل ښار څنډو ته رارسیدلې ده، چې که همداسې غافل و اوسي د ارګ پر دیوالونو به هم د مخالفینو د کلاشینکوفونو مرمۍ ولګیږي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق