خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

عبدالله: طالبان د غلطې محاسبه پر اساس د سولې خبرو ته لیوالتیا نه لري

د مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې طالبان د جمهوریت له لوري سره د سیاسي جوړجاړي لیوالتیا نه لري او په خبره یې له نظامي لارې واک ته رسیدل غواړي. عبدالله د انتالیا د دیپلوماسي مجموعې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلی چې طالبان له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته له پوځي لارې واک ته رسیدل غواړي، خو په وینا یې له دې لارې د واک تر لاسه کول غلطه محاسبه ده.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس زیاتوی: «ښايي ځینې طالبان فکر وکړي چې د بهرنیانو له وتلو سره دوی کولی شي له پوځی لارې ګټه پورته کړي، که داسې وي نو بیا ولې جدي مذاکرات وکړي. که هغوی فکر کوي چې له پوځي لارې بریالیتوب ته رسیږي، دا به د طالبانو له خوا ډېره غلطه محاسبه وي. جنګ هیڅ ګټونکی نه لري.»

عبدالله عبدالله له استوشیتد پرس سره په مرکه کې هم ویلی چې طالبان سیاسي جوړجاړي ته لیوالتیا نه لري. هغه زیاته کړې: «طالبان ښايي ځان پیاوړی وبولي، لږ تر لږه ځینې طالبان په دې باور دي چې کولی شي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له پوځي لارې ګټه واخلي، ولې دوی په خبرو کې له جدیت څخه کار نه اخلي. »

عبدالله عبدالله د افغانستان پر ګاونډیو هیوادونو هم غږ کړی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس واخلي او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له افغانستان سره کار وکړي. عبدالله دا هم وویل چې د ترکیې ناسته نه ده لغوه شوې او هغه مهال به جوړه شي چې دواړه لوري خبرو ته چمتو شي.

 په ورته مهال د طالبانو د قطر دفتر ویاند وايي چې دوی د خبرو له لارې د ستونزې حل غواړي، خو مقابل لوري مذاکرات ځنډولي دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم کابل نیوز ته ویلي چې دوی تل د خبرو له لارې د ستونزو د هوارولو په فکر کې دي. هغه ویلی چې د کوچني اختر را وروسته د طالبانو پلاوی په قطر کې دی خو لا هم د جمهوریت پلاوی نه دی بشپړ شوی. هغه وايي: «زموږ پالیسي له پیله دا ده چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي، د همدې لپاره مو له بهرنیانو سره مذاکرات وکړل او یوې نتیجې ته ورسیدو، بین الافغاني مذاکرات مو پیل کړل او لا روان دي، د بندیانو د خلاصون پروسه شپږ میاشتې دوی وځنډوله او طرالعمل موضوع یې درې میاشتې وځنډوله اوس هم د کابل ټیم لا نه دی تکمیل شوی او زموږ ټیم له اختر راهیسې چمتو او پوره دی.» افغان حکموت او طالبان داسې مهال یو او بل د سولې خبرو ته په نه جدیت تورنوي چې د بهرنیانو د وتلو بهیر له پیل را وروسته په هیواد کې جګړه خورا شدیده شوې او ګڼې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق