خبرهای مرتبط

جمع

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

دانشجویان افغان از عدم تمدید روادید تحصیلی هند انتقاد کردند

همزمان با انتقاد دانشجویان هند از عدم تمدید روادید...

کاهش کمک‌ها و ابتلای سه میلیون کودک به سوءتغذیه در افغانستان

سازمان جهانی غذا با ابراز نگرانی از شرایط افغانستان...

د جګړو دوام او د بهرنیو ځواکونو وتلو بهیر د ورو کیدوان امکان

امریکا: د طالبانو د تاوتریخوالي د دوام په صورت ممکن د سرتیرو د وتلو بهیر ورو شي

وحید عمر: طالبان همدا اوس د جګړو په اوج کې دي، تر دې زیات څه نه شي کولی

طالبان بیا په تیره یوه نیمه میاشت کې ۸۳ ولسوالیو د نیولو ادعا کوي

د امریکا دفاع وزارت وایي، که افغانستان کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی دوام وکړي، ممکن د سرتیرو اېستلو بهیر ورو شی. د امریکا دفاع وزارت ویاند ویلي،امریکایي پوځي چارواکي له افغانستان څخه د ځواکونو د اېستلو چټکتیا او د سرتیرو د اېستلو بهیر څاري او له وضعیت سره سم اقدام کوي.

خو د پنتاګون وياند جان کیربي د دوشنبې په ورځ (د جون ۲۱مه نيټه) د څرګندونو په ترڅ کې پر دې هم ټینګار وکړ چې د ټولو ځواکونو د ایستولو له پاره ټاکل شوې نېټه نه بدليږي او اخراج به په هماغه نېټه بشپړيږي چې ولسمشر بايدن یې په اړه اعلان کړی دی. هغه زياته کړه چې د شرائطو پر اساس د دې پروسې چټکتيا ارزول کيدلی او پر همدې بنسټ تنظيمیدلی شي. کيربي خبريالانو ته وويل: «د طالبانو له خوا د ولسواليو پر مرکزونو د بريدونو له دوام او تاوتريخوالي په زياتيدو سره د افغانستان وضعيت د بدليدو په حال کې دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په تېره یوه نیمه میاشت کې د دوی جنګیالیو دري اتیا ولسوالۍ نیولي او تر دې وړاندې هم دوی شپېته ولسوالۍ په کنترول کې درلودلې.د طالبانو ویاند کابل نیوز ته ویلي: «د مجاهدینو له خوا په تيره یوه نیمه میاشت کې دري اتیا ولسوالي نیولي دي، پخوا هم موږ ۶۱ ولسوالۍ په کنترول کې درلودلې چې مجمعوعي شمیر یې ۱۴۴ کیږي.»

په ورته مهال د ولسمشر دوهم مرستیال استاد سرور دانش خبرداری ورکوي او وايي چې دغه ډله به په هغه بحراني موج کې غرقه شي، چې خپله یې ایجاد کړی.  د ولسمشر مرستیال سرور دانش پرخپله فیسبوک پاڼه د طالبانو له لوري د یوشمېر سیمو نیولو کېدو ته په غبرګون کې ویلي، د افغانستان د شمالي او مرکزي سیمو اوسېدونکو په اویایمه لسیزه کې ثابته کړې، چې زور او انحصار ته نه تسلیمیږي او د طالبانو حاکمیت نه شي منلی.

نوموړی وایي، که طالبان سوله او سیاسي جوړجاړی ونه مني، د جنګ له لارې په هیڅ ډول نه‌شي بریالي کېدای او حکومت به ډير ژر هغوی ته داسې درس ورکړي، چې تل یې په یاد وي.  په ورته مهال د ولسمشر سلاکار او د جمهوري ریاست د عامه او ستراتيژیکو اړیکو مشر وحید عمر وايي، چې د طالبانو د جګړو اوج همدا دی او دغه ډله تر زیات څه نه شي کولی. هغه ویلی چې ژر به دولت د له لاسه تللو ولسوالیو د نیولو لپاره عملیات وکړي.

عمر نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، د طالبانو جګړې خپل مشروعیت بایللی دی او اوس دا ټولو ته څرګنده ده چې دغه ډله د افغانستان له ملت، تاسیساتو او پرمختګ سره دښمني لري. په ورته مهال افغان ځواکونو له طالبانو څخه درې ولسوالۍ بېرته نیولې دي. دفاع وزارت ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو په بېلو ولایتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې درې ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو څخه نیولې دي.  د یاد وزارت په خبره، افغان ځواکونو په کندوز کې علي اباد ولسوالي بلخ کې د بلخ ولسوالي او بغلان کې دوشي ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق