د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، مذاکرات او سیاسي تفاهم یوازینۍ لاره ده چې د افغانستان اوسنی امنیتي او سیاسي بحران پای ته رسولی شي. هغه ویلي چې د افغانستان د ژغورلو لپاره له سیاسي توافق پرته بله لاره نهشته.
د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې ه افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې، خو ټینګار یې کړی چې افغان حکومت او طالبانو دواړه ته تر ټولو غزتمنه او مناسبه لاره مذاکرات او پر ساسي توافق هوکړې ته رسیدل دی.
نوموړي ویلي: «هو، اوس مذاکرات ولاړ دي، دا ځکه چې جګړه ډېره شدیده شوې او د تاوتریخوالي کچه هم په بې ساري ډول زیاته شوې. په داسې یوه وضعیت کې طبیعي ده چې مذاکرات به له خنډ سره مخ کیږي؛ خو د افغانستان قضیه سولهییز حل غواړي او له دې پرته موږ د سولهییز افغانستان لپاره بل انتخاب نه لرو.»
که څه هم په کور دننه سیاسي بې ثبات د سولې مذاکرات له خنډ او ځند سره مخ کړي، خو ډاکټر عبدالله ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې سیاسي اجماع رامنځته شوې او له سیاسي مشرانو سره سلا مشورې کیږي.
نوموړي ویلي: «پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او داسې نور سیاسي شخصیتونه دلته په کابل کې دي او موږ په هر قدم کې له هغوی سره سیاسي مشوروې کوو. ټول محترم سیاسي شخصیتونه د افغانانو ترمنځ د خبرو ملاتړ کوي او د دې پیغام ښکاره دی چې موږ ټول یو موټی یو.»
د مصالحې عالي شورا رئیس پر طالبانو هم غږ کوي چې له جګړې لاس واخلي او د جګړې پر ځای معناداره مذاکراتو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.
د افغانستان د قضیې پر سیاسي حل د عبدالله عبدالله ټینګار په داسې حال کې دی چې د امریکا، بریتانیا او د اروپايي ټولنې هیوادونو د جمعې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه مجلس کړی او د ستونزې د حل لپاره یې د انتقالي حکومت پر رامنځته کیدو ټینګار کړی.