لیکوال: صفیالله ملاخیل
پرون سې شنبه په ټولنیزو رسنیو کې د کندهار د یوه کمیدین نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهور و، د نیولو، توهینولو او توبیخولو ویډیو خپره شوه چې په کې لیدل کیږي له نوموړي سره څو تنه وسله لرونکي کسان خورا ناوړه او زشت چلند کوي. یادو وسلهوالو کسانو د خاشه ځوان لاسوه شا ته تړلي او په موټر کې یې کینولی او وهي او رټي یې او په عقده يي انداز ورته وايي چې دی(خاشه) باید راوځړول شي.
که څه هم د نوموري نیول کیدل او ورسره خورا زشت او بد چلند په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له خوا په سختو ټکو غندل شوی، اما دا یوازې خاشه ځوان نه دی چې د ورسره دغه شان چلند کیږي، بلکې افغانستان کې له ډېرو خلکو سره دغه شان چلند شوی او کیږي، بلکې دا ډول چلند عادي خبره ګرځیدلي ده. پرون د ملي او دفاعي سکټور ویاند عمر شینواري رسنیو ته وویل چې طالبانو په کندهار کې تر څلور سوو کسان له کورونو ایستلي او له دې ډلې سل تنه یې وژلي دي، چې له شک پرته په ډېر ظلم وژل شوي دي.
افغانان، که دېخوا د جمهوریت لوری دی او که د طالبانو ډله ده، له دواړو د عدم تشدد غوښتنه کوي او ور څخه غواړي چې نور باید زور او جبر یوې خوا پریږدي او که چیرته هر څوک غواړي دلته حکومت وکړي او یا هم د دولت برخه کیږي، نو د انسانانو انساني کرامت او بشري حقونو ته توجه وکړي. اما که دغه مسایل بیا هم په پام کې نه نیول کیږي؛ ښکاره خبره ده چې د سولې پروسه به نتیجې ته نه رسیږي.
افغانستان نور باید تېر ته ستون نه کړل شي، بلکې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې خورا پرمختګ کړی چې که سوله تامینیږي باید دغه ارزښتونه له پامه ونه غورځول شي. طالبان باید درک کړي چې نور د زور او جبر حکومت او نظام افغانانو او نړیوالو ته د منلو وړ نه دی او باید په خپلو پالیسیو کې تغییر راولي او خپل جنګیالیو ته اعلان کړي چې له ولس سره په چلند کې اساسي تغییر راولي او د ولس زړه تر لاسه کړي، ځکه چې که د سولې پروسه کامیابیږي او دغه ډله په ټاکنو کې ګډون کوي، نو باید د خلکو په زړونو کې ځای ولري، که داسې نه کیږي، نو باید پوه شي چې د دوی پر وړاندې د مقاومت اصلي لامل د دوی سخت دریځي ده چې هیچا ته د ازاد فکر، انتقاد او سپینې خبرې اجازه نه ورکوي.
Writer: Safiullah Mulakhail