- صفي الله ملاخیل
عنوان مې ځکه په پورته دردوونکې پوښتنه پیل کړ چې په وروستیو کې د نظام د پاشل کیدو اندېښنې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي. د طالبانو پرمختګونه او له مقاومت پرته د افغان امنیتي ځواکونو شاتګ د جدي اندېښنې وړ خبره ده. داسې هم اوریدل کیږي چې آن د طالبانو د برید اوازه هم خپره شوې، عسکرو پوستې او ولسوالۍ پريښي او تښتیدلي دي.
تازه سیګار په یوه راپور کې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغان ځواکونه د یوې میاشتې مقاومت شومه هم نه لري او ممکن نظام د ړنګیدو سره ګواښ سره مخ شي. سیګار په خپل راپور کې ګڼو مسایلو ته اشاره کړې او دا یې ښودلې چې په افغانستان کې په رښتیا وضعیت ترنیګلی دی او افغان دولت په یوازې ځان د دفاع توان نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پنځه نوي سلنه بشپړ شوی دی او د دې امکان شته چې په نږدې ورځو کې بهرنیان اعلان کړي چې له افغانستانه په بشپړ ډول وتلي، چې پهخپله د دغه خبر خپریدل هم ستونزې زیږولی شي، دا ځکه چې یوازې د بګرام نظامي اډې د تخلیه کیدو خبره په ټولو برخو نهایت سخت منفي اغیز وښند او آن افغانۍ د ډالر او نورو اسعارو پر وړاندې ارزښت له لاسه ورکړ. اوس ویل کیږي چې ډیری افغانانو پر افغانیو له راکړې ورکړې څخه ډډه کوي او هر څه په ډالرو حسابیږي، چې دا په راتلونکي کې ډېرې ستونزې زیږولی شي.
افغانستان چې تر اوسه پورې د بهرنیو ځواکونو او د نړیوالو ټولنې د پراخ او فعال حضور له امله او د بهرنیو مرستو پرمټ نیم بنده نظام او مالي او اقتصادي سیستم درلود، کله چې بهرنیان له نظامي حضور پای ته ورسوي او ملکي همکارۍ هم کمې کړي، له شک پرته چې هرڅه له شړیدو سره مخ کیدای شي، ځکه تر اوسه دلته داسې بنسټیز شوي نه دي چې د بهرنیو د مرستو له شتون پرته دوام وکړای شي.
له افغانستانه د زده کړو او ځوانانو فرار پهخپله یوه ستره ستونزه ده او دا د دې سبب کیږي چې دلته پر ژوند کولو او کاروبار باور ټیټې کچې ته ورسیږي. دا افغانستان له یوې بلې تشې او خلاص سره مخ کولی شي. همدا اوس د ایران او ترکیې پولې د افغان مهاجرو له شتونه مالامال دي او ټول په دې تمه دي چې اروپايي هیوادونو ته لاره پیدا کړي او که خدای مه کړه جګړه ادامه پیدا کړي او یا هم شدت ومومي یو نیم چې له بېوسي او ناچارۍ دلته هیواد کې پاتې هم دي، دوی خپله هم ګډه تړي او که نور نه وي تر ګاونډیو هیوادونو ځانونه باسي.
په همدې ډول کله چې په افغانستان کې کاروبار ټیټې کچې ته راورسیږي او زده کړو ځوانانو ته آن د اجیرۍ او ډېر کم مالي امتیاز په بدله کې هم دنده پیدا نهشي دا په خپله له افغانستانه د بشري قوې د تېښتې سبب کیږي. په اوس وخت کې د هیواد په ټولو ولایتونو کې سلګونه زره تحصیل یافته ځوانان د کار په هیله شپې او ورځې تیروي او په دې تمه دي چې په کمترین معاش هم یوه دنده پیدا کړي، چې لا اقل سهار له کوره ووځي او ماښام کور ته ستوني، اما دغه شان کار هم نه ورته موندل کیږي.
تر ټولو مهمه دا چې که چیرته د افغانستان د جګړې دواړه لوري چې د جګړې په زیانونو هم تر موږ او نورو عامو افغانانو ښه پوهیږي او درک کوي چې هره ورځ په هیواد کې څومره کسان وژل کیږي او څومره هم ټپیان کیږي، چې دوی د جګړې د ختمولو لپاره یو جدي او هر اړخیز تصمیم ونه نیسي، د افغانستان اوسنی نظام په رښتیا هم د شړیدو او نړیدو له ګواښ سره مخ دی.