خبرهای مرتبط

جمع

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتو سره مل روسیه او چین ګډ پوځي عملیات پیلوي

د افغانستان د امریکايي سرتیرو له وتلو سره چین او روسیه په سیمه کې پراخ پوځي عملیات پیلوي.

 نیوز ویک مجلې په خپل یوه تازه راپور کې ویلی، د سیمې دغه دوه ستر هیوادونه له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو تر وتلو وروسته د وضعیت په اړه اندېښمن دي او له همدې امله په پام کې لري چې تر راتلونکو دوه اوونیو پورې پراخ پوځي عملیات چې جنګي الوتکې به یې هم ملتیا کوي، پیل کړی.

نیوز ویک مجلې په خپل راپور کې ویلي: «په دغو عملیاتو کې به د دواړو هیوادونو لس زره پوځیان برخه واخلي. ټاکل شوې تر راتلونکو دوه اوونیو پورې چین او مسکو د چین په شمالي سرحد کې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي، چې هدف یې دواړو هیوادونو ته د ورپيښو ګواښونو مخنیوی دی. په دغو عملیاتو کې به د دواړو هیوادونو لس زره پوځیان برخه واخلي.»

د چین او روسیې له لوري په ګډه اعلامیه کې راغلي چې دغه اتحاد کوم ځانګړی هدف نه لري، بلکې یوازې د دواړو هیوادونو ملي امنیت ته د متوجه ګواښونو د مخنیوي په هدف ترسره کیږي.

ورځپاڼه وايي، چین د دغو ګواښونو پر وړاندې د یوه ګډ درځ د رامنځته کیدو په برخه کې فعال رول لري او پنجشنبې په ورځ د روسیې دفاع وزیر د شاهنګهای سازمان غړو هیوادونو په ناسته کې هم له خپلو متحدیو سره په دې اړه خبرې کړي دي.

کابل نیوز د یادې مجلې د راپور پر اساس لیکي: «دغه اتحاد د کوم خاص هیواد پر وړاندې کوم ځانګړی هدف نه لري. روسیه او چین د نړیوړالو تعامل پر اساس په خپلو پرکړو کې خپلواک دي. دغه اقدام یوازې د شته تهدیدو او دواړو هیوادونو ملي امنیت ته ورپيښو ګواښونو د مخنیوي لپاره ترسره کیږي.»

روسیه او چین داسې مهال دغه پوځي عملیات پیلوي، چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر په هند کې له خپل سیال سره د کتنې پر مهال په افغانستان او سیمه کې د چین پر نفوذ اندېښنه ښودلې وه.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق