خبرهای مرتبط

جمع

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

بشري حقونه: د ملکي افغانانو مرګ ژوبله ۸۰ سلنه زیاته شوې ده

«نړیواله ټوله دې له خپلو امکاناتو په استفاده د جګړې له امله د رامنځته کیدونکي انساني فاجعې څخه مخنیوی وکړي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په‌خپل شپږ میاشتني راپور کې ویلی چې د تیر کال په پرتله ملکي تلفاتو کې اتیا سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه تازه راپور کې وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ۸۰ سلنه لوړوالی راغلي او یوازې په تېرو شبږو میاشتو کې ۱۶۷۷ملکي کسان وژل شوي او تر ۳۶۴۰ زیات ټپیان شوي دي.

دغه کمېسیون د روان کال له پیله د جولای میاشتې تر وروستۍ پورې د ملکي مرګ ژوبلې ارقام راټول کړي او د یکشنبې په ورځ یې نشر کړل. د دې راپور پر اساس په دې ډله کې ۱۵۴ میرمنې وژل شوي او ۳۵۰ نورې ټپیانې شوي دي، چې د تېر په پرتله د ښځو په مرګ ژوبله کې ۶۹سلنه ډېروالی راغلی. د راپور پر اساس په دې موده کې ۳۷۳ ماشومان وژل شوي او ۱۰۸۳ نور ټپیان دي چې د تېر کال په پرتله د ماشومانو مرګ ژوبله هم درې برابره زیاته شوې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري وویل: «د ملکي وګړو تلفات د ۲۰۲۱ میلادي کال کې د تېرو شلو کلونو د لومړیو شبږو میاشتو په پرتله ټکان ورکوونکي، وحشتناک او بې مخیني دي او سره له دې چې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې تامینولو هڅې رواني دي او دا چې بهرنیانو له افغانستانه د ځواکونو ایستل پیل کړي دي، د ۲۰۲۱ کال لومړنۍ شپږې میاشتې د افغانستان بې دفاع خلکو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشتې دي.»

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له نړیوالې ټولنې غواړي څو له خپلو امکاناتو په استفاده د جګړې له امله د رامنځته کیدونکي انساني فاجعې څخه مخنیوی وکړي. نظري زیاتوي: «د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون خبرې او مذاکره اخلاقي ترین او بهترین او منطقي ترین راهګار بولي او په جدیت او قاطعیت سره په خپلو پخوانیو دریځونو ټینګار کوي. د هیواد مسایل د خبرو پر میز د حل وړ دي، نه د جګړې په میدان کې.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دې مرګ ژوبلې عاملین، وسله وال طالبان، نامعلومه کسان، افغان دولتي ځواکونه او داعش ډله بللې ده، خو افغان دولت او طالبان دغه راپور ردوي او هر یو مقابل اړخه د ملکي مرګ ژوبلې عامل بولی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې عاملین په ترتیب سره ۵۶ سلنه طالبان، ۲۲ نامعلومه وسله والې ډلې، ۱۵ سلنه افغان دولتي ځواکونه او ۱۷ سلنه د داعش ډله بولي، خو طالبان دغه راپور نه مني او د خپل ځان پر ضد تبلیغ بولي.

بل پلوه د امنیتي او دفاعي سکټور ویاند عمر شینواری وايي، چې امنیتی ځواکونو د جنګ ټول قوانین مراعت کړي او د ملکي مرګ ژوبلې په اړه یاد راپور ردوي. هغه وايي: «په ډاډ سره ویلی شم چې د افغانستان د وسله وال پوځ ټول منسوبین د دې لپاره چې د جګړې ټول قوانین مراعت کړي، موږ خپل ځینې عملیاتي برنامې حتا په خپل وخت باندې نه دي اجرا کړي، څو ملکي تلفات واقع نه شي او د افغانستان د اسلامي دولت او د افغانستان د وسله وال پوځ لومړنی مسوولیت د ولس او د خلکو مصوونیت او امینت دی. موږ دغه راپور په کلکه باندې ردوو او هغه جنګي جنایت او بشري جنایات چې د افغانستان د ولس او خلکو دښمنان یې لري، دا به بهتره وي چې هغو ته توجه وکړي.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق