اشرف غني: طالبان باید پوه شي چې د افغانستان خاوره تل د ‘اللهُاکبر’ په نارې سره ساتل شوې ده
حامد کرزی: د هراتیانو ‘اللهُاکبر‘ نارې له ورانیو او جګړو د خلکو بیزاري ښيي او د خلکو د ملي پاڅون معنا لري
وړمه شپه په هرات کې خلکو د اللهُ اکبر په نارو سره له روانې تپل شوېط جګړې سره کلک مخالفت څرګند کړ. د هرات د خلکو د الله اکبر نارې په په کور دننه د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.
د هرات ښار اوسیدونکي وايي چې په دې کار سره یې له روانې تحمیلي جګړې سره مخالفت څرګند کړی دی او په ټولنیزو پاڼو کې د هرات ښار ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم د دغه شان کار لپاره پراخ کمپاین روان دی.
دوی پهخپلو شعارونو کې د تکبیر نارو ترڅنګ په هیواد کې له روانو جګړو سره کلک مخالفت څرګند کړ. د هرات ښار د اوسیدونکي دغه کار په کور دننه د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
ولسمشر غني د هرات د خلکو له پاڅون څخه د ملاتړ ترڅنګ وايي، چې طالبان باید پوه شي چې د افغانستان خاوره تل د الله اکبر په نارې سره ساتل شوې ده. ولسمشر غني زیاته کړه: «طالبان دې پوه شي چې دا خاوره همیشه په الله اکبر دریدلې او الله اکبر دوی ته څوک نه ورکوي. د دوی کار فتنه ده، فساد ده، وژل دي، تباهي ده او دا د الله ج د احکامو خلاف کار دی.»
په ورته مهال د هیواد مخکیني ولسمشر حامد کرزی وايي، د خلکو له خوا څخه د تکبیر نارو په غبرګون کې ویلي دي چې دا نارې له روانې تحمیلي جګړې او ورانیو څخه د خلکو بیزاري او دا نارې د روانې جګړې پر وړاندې د خلکو د ملي پاڅون معنا لري.
حامد کرزي ویلي: «پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د هرات خلکو د تکبیر نارې په هیواد کې د روانې پردۍ او تحمیل شوې جګړې د خلکو بیزاري او پر وړاندې یې ملي قیام بولي او پر طالبانو باندې غږ کوي چې دغه نارې جدي خبرداری وګڼي او د جګړې له دوام او د خلکو له کلیو او کورونو لاس واخلي.»
په ورته مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ هم هرات د خلکو له یاد اقدام څخه هرکلی کړی او په افغانستان کې یې د جګړې د پای ته رسیدو او د سولې د تامینیدو هیله څرګنده کړې ده.
په ورته مهال جهادي رهبر او په هرات کې د طالبانو پر وړاندې د جنګیدونکو پاڅونوالو مشر محمداسماعیل خان چې په هرات ښار کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، وایي چې د افغانستان اوسنۍ جګړه د دولت او طالبانو نه ده، بلکې د افغانانو دغه جګړه د پاکستان پر وړاندې ده.
هغه پر خلکو غږ وکړ، څو د طالب پر وړاندې قیام وکړي او هغوی داسې وځپي چې رالېږدونکو ته یې لوی درس شي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا هرات کې د خلکو له خوا د تکبیر نارې او له جګړې سره مخالفت د حکومتي دستګاه له لوري د دوی پر ضد یوه هڅه بولي او ټینګار لري چې پر دوی هیڅ ډول تاثیر نه اچوي. د هرات ولایت اوسیدونکو له نن څخه شاوخوا ۴۴ کاله وړاندې د مرغومې په ۲۴مه نېټه د کمونیستي نظام د استبداد پر وړاندې د الله اکبر غږ پورته کړ او پر ماتولو یې بریالي شول، خو دا ځل یې د طالبانو پر وړاندې عملاً دغه شان پاڅون کړی دی.