دیبرا لاینز: د جګړې دوام افغانستان د سوریې برخلیک سره مخ کولی شي
«یوازینۍ حل لار د سولې خبرې دي، امنیت شورا او نړیواله ټولنه باید طالبان او افغان حکومت د سولې جدي خبرو بیا پیل ته وهڅوي.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون ماښام د افغانستان پر وضعیت ځانګړې ناسته رابللې وه. په دغې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وایي، افغانستان کې روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.
دیبرالاینز د افغانستان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل راپور کې وویل، چې افغانستان کې جګړه شدیده شوې او د روانې جګړې دوام د سوریې برخلیک سره افغانستان مخ کولی شي.
نوموړې په خپلو خبرو کې وویل، چې د سولې خبرو له پیل او بهرنیو ځواکونو وتلو سره افغانانو داسې هیلې درلودې څو تاوتریخوالی کم شي، خو برعکلس جګړه شدیده شوې، حتی د ولایتونو په مرکزونو جنګونه روان دي او ملکي تلفاتو کې ۷۰ سلنه زیاتوالی راغلی.
په ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وایي یوازینۍ حل لاره د سولې خبرې دي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نړیواله ټولنه باید طالبان او افغان حکومت وهڅوي څو د سولې جدي خبرې پیل کړي.
نوموړې وایي راتلونکې اونۍ د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې دي، خو هیله لري چې په سیاسي توافق سره افغانستان کې روانه معضله د تل لپاره حل شي.