لیکوال: صفیالله ملاخیل
په وروستیو ورځو کې سلګونه زره افغانانو پر پاکستان د بندیزونو غوښتنه کړې ده. دغو افغانانو وروسته تر دې دغه کمپاین پل کړ چې په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر پاکستان په افغانستان کې په لاسوهنو، نیابتي جګړو او بحران زیږولو تورن کړ او پر پاکستان یې د بندیزونه د لګولو غوښتنه وکړه.
د ښاغلي الکساندر یاد ټویت د نړۍ په لر او بر کې د ګڼو افغانانو او د افغانستان او انسانیت د خواخوږو له لوري بیا بیا نشر شو او په فیسبوک او ټویټر کې تر پنځه سوه زره کسانو پر پاکستان د بندیزونو د لګولو غوښتنه تکرار کړه. دغه لړۍ لا هم روانه ده. افغانان په دغه طریقه په افغانستان کې د پاکستان له لاسوهنو کرکه څرګنده کړه. دوی له نړیوالو غواړي چې پاکستان وهڅوي څو په افغانستان کې له لاسوهنو او جګړو لاس واخلي او افغانان ارام ژوند کولو ته پریږدي.
د پاکستان پر وړاندې دغه کمپاین له پاکستان او په افغانستان کې د دې هیواد له ملاتړه برخمنو ډلو د افغانانو کرکه څرګندوي او دا ښيي چې افغانان تر فشار او زور لاندې د پردیو غوښتنو ته تسلیمیدای نهشي. افغانانو په پوره شدت سره ثابته کړه چې په خپل هیواد کې تر هیڅ نامه لاندې د جنګ غوښتونکي نه دي او په پوره ملاتړ د خپل نظام دفاع کوي. که محاسبه د یاد کمپاین پر اساس وشي، نو نړۍ باید د افغانانو غږ واوري او په افغانستان کې د پاکستان د مداخلو په اړه نور چوپ پاتې نهشي.
افغانانو د پاکستان د لاسوهنو له امله دا څه باندې څلور لسیزې آرام نه دی کړی او دا څلویښت کاله د پاکستان د نیابتي جګړو تاوان ورکوي، چې په دې لاره کې یې هر ټول دار او ندار له لاسه ورکړل. په دې کیسه د نړۍ ټول هیوادونه ښه پوهیږي او دا یې درک کړې ده چې د افغانستان د ټولو ستونزو اصلي سرچینه پاکستان دی. د کاناډا د سفیر خبره ساده نه ده، دا هغه حقیقت بیانوي چې افغانانو لسیزې کیږي په اړه نړیوالو ته شکایت لري، خو د پلیتو سیاستونو له امله لا یې هیچا هم غږ نه دی اوریدلی. تازه امریکا اقرار کړی چې د افغانستان جګړه په پاکستان کې ريښه لري او د دغه هیواد پوځ، استخبارات او یو شمیر دیني مدرسې په منظم او دوامدار ډول په افغانستان کې د لاسوهنو پالیسي تعقیبوي.
اوس نو د کاناډا د پخواني سفیر او افغانانو خبره خبره ترهغو چې پر پاکستان بندیزونه وضع نهشي، په افغانستان کې سوله او ثبات راوستل ناممکن دي، نو په همدې پلمه غواړو ووایو چې په افغانستان د امنیت او ثبات د راتګ لپاره پر پاکستان هر ډول فشارونه راوستل شي، ولو که هغه شدید ترین تحریمونه هم وي.
Writer: Safiullah Molakhail