خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

سیګار: پر اشرف غني له هېواده د پیسو وړلو د دعوو پلټنه کوو

د افغانستان د بیا رغونې پلټونکې اداره سیګار وايي، پر مخکیني ولسمشر اشرف غني‌ د هغو تورونو په اړه پلټنې کوي چې ګواکې له ځانه سره یې د هېواد پېسې وړې دي. اشرف غني له هېواده د پیسو د وړلو تورونه رد کړي وو.

د رویټرز خبري ادارې د رپوټ له مخې د سیګار مشر جان سوپکو د شورو-چارشنبې په ورځ ویلي ، د ده دفتر به د هغو دعوو په اړه پلټنې وکړي چې ګواکې اشرف غني د هېواد پرېښودلو پر وخت له ځانه سره په میلیونونو ډالره وړي دي.

پر کابل د طالبانو تر کنټرول وروسته اشرف غني ویلي وو کابل یې ځکه پرېښود چې د وینې تویېدو مخه ونیسي او هغه رپوټونه یې دروغ او بې بنیاده بللي وو چې له ځانه سره یې په زیاته اندازه پیسې وړې دي.

خو داسې انګېرنې شته او له همدې امله کانګرس د سوپکو له ټیم څخه غوښتي دي چې دا مسله روښانه کړي. جان سوپکو د امریکې د استازو جرګې یوې لاندینۍ کمېټۍ ته وویل:

“موږ تر اوسه دا دعوه نه ده ثابته کړې او په دې اړه پلټنه کوو. په حقیقت کې د څارنې او د حکومتي اصلاحاتو کمېټۍ له موږ د دې پلټنې غوښتنه کړې ده”.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکې اداره سیګار له ډېرو کلونو راهیسې په هغه هېواد کې د امریکې د لګېدونکو پیسو، بډو رشوتونو او ضایع کېدو په اړه پلټنه کوي او دې ادارې په وار- وار تېر افغان حکومت په بډو رشوتونو تورن کړی دی.

جان سوپکو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ لاندینۍ څانګې ته- چې د پرمختیایي مرستو څارنه کوي- وویل چې پراخ کرپشن او بدانتظامۍ ته په کتو د امریکې د منصوبو ناکامي څه د حیرانۍ خبره نه ده.

“بډې رشوتونه دومره زیات شول چې اخیر یې د افغانستان د امنیت او بیارغونې بهیر زیانمن کړ”.

د امریکې په کانګرس کې د بهرنیو چارو د وزیر او زلمي خلیلزاد په ګډون بېلابېلو امریکایي چارواکو وخت په وخت هغو پوښتنو ته جوابونه ویلي، چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د روانو حالاتو په نتیجه کې را پورته شوې دي. د کانګرس یوې کمېټۍ ته د جان سوپکو خبرې هم د دې لړۍ برخه ده.

جان سوپکو وایي دا د امریکې د ټولو خلکو لپاره د امتحان وخت دی چې څوک د افغانانو د مستقبل په اړه فکر کوي، وایي خصوصاً د هغو په اړه چې په تېرو شلو کلونو کې یې له امریکې او د امریکې له متحدینو سره مرسته کړې ده.

مخکینی افغان ولسمشر اشرف دا مهال په عربي اماراتو کې دی او د اګست پر اتلسمه یې پخپل لومړي وېډیویي پیغام کې ویلي وو، له هېواده په یوه جوړه چپلو، جامو او صدرۍ کې وتلی او د خپلو کتابونو او شخصي ډایریو ورسره وړلو وخت یې هم نه وو موندلی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق