خبرهای مرتبط

جمع

بیش از یک میلیون بوتل سیرم از افغانستان به عراق صادر شد

یک شرکت دواسازی به نام میلی شفا، به ارزش...

تاکید سازمان همکاری اسلامی بر حق تحصیل زنان و دختران و ایجاد دولت فراگیر در افغانستان

پانزدهمین اجلاس سران کشورهای عضو سازمان همکاری اسلامی با...

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

دیني عالمانو لخوا د نجونو د ښوونځیو پرانیستو غوښتنه؛ خلکو یې تود هرکلی کړی

دنیا ورځپانه: له شپږ ټولګي پورته د نجونو زدکړو ته د اجازې ورکولو لپاره د اسلامی امارت له مشرتابه د افغان ديني عالمانو د غوښتنې تود هر کلی شوی دی.

د پښتو بی‌بی‌سی په وینا، په دې لړ کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د علماو دا غوښتنه ستایلې او د اسلامی امارت پر حکومت یې غږ کړی چې د افغانستان د خلکو د غوښتنې درناوی وکړي.

په دې تړاو د حامد کرزي پر ټویټر لیکل شوي پیغام کې راغلي چې د هېواد لروبر د نجونو ښوونځي باید ژر پرانیستل شي.

یو شمېر ديني عالمانو، چې د پنجشنبې پر ورځ کابل کې راغونډ شوي وو، وویل له زدکړو د نجونو محرومول شرعي او ديني اړخ نه لري او نجونې کولی شي د اسلامي حجاب په مراعتولو سره زدکړې وکړي.

دوی د اسلامی امارت مشرتابه ته یو لیک هم استولی چې پکې راغلي ښځو ته د ټولنې بېلابېلو برخو کې اړتیا ده او په کار ده چې د زدکړو ملاتړ يې وشي.

پر خواله رسنیو ځینو نورو سیاسي مشرانو او ولسي خلکو هم د دغې غوښتنې ملاتړ کړی او اسلامی امارت غوښتي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

دیني عالمانو پر اسلامی امارت غږ کړی چې د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.

اسلامی امارت ژمنه کړې وه چې د ۱۴۰۱ ښوونیز کال له پیل سره سم به ټول هېواد کې د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل کېږي، خو وروسته یې تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زدکړو راوګرځولې.

په ټویټر او فیسبوک کې دونیا ورځپاڼه تعقیب کړئ

د اسلامی امارت پوهنې وزارت وايي د نجونو د زدکړو په تړاو یې یوه هر اړخیزه طرحه چمتو او مشرتابه ته استولې، خو ځواب یې لا نه دی ترلاسه کړی.

د اسلامی امارت حکومت لخوا له منځنیو او ثانوي ښوونځیو د نجونو راګرځېدل توند نړیوال غبرګونونه هم درلودل.

افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي داسې مهال تړل شوي، چې د اسیا د پراختیايي بانک نوې موندنې وايي چې افغانستان د ښځو د لیک لوست له اړخه اسیا او د ارام سمندر هېوادونو کې تر ټولو وروسته دی.

دغه موندنې ښيي چې تر ۳۰ سلنه کمې افغان مېرمنې لوست کولی شي.

خو د افغانستان په شمالي ګاونډیو قزاقستان، ازربایجان، تاجکستان او ارمېنیا کې د سواد لرونکو ښځو شمېر څه باندې ۹۹ سلنه ښودل شوی دی.

د لنډ خبر لینک

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق