خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

د اسلامي امارت مشر د یو فرمان په ترڅ کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت بند کړ

د اسلامي امارت مشر، هبت‌الله اخندزاده د یو فرمان په ورکولو سره په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ.

د امریکا غږ په وینا، د اسلامي امارت حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد لخوا نن یکشنبه (وري ۱۴) خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د یاد فرمان له صادرېدو وروسته په ټول هیواد کې د کوکنارو کښت په «مطلق» ډول بند دی.

په دغه فرمان کې ویل شوی: «د دې فرمان د صدور له نېټې وروسته د کوکنارو کرکیله په ټول هیواد کې په مطلق ډول منع دی او هیڅ څوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نکوي… د دفر مان تعمیل لازمي دی، که هر څوک تخلف وکړي، نو د عدلي او قضايي ادارو له لوري به تعقیبیږي او مجازات کیږي به.»

د اسلامي امارت د مشر په فرمان کې ویل شوي که چیري هر څوک له دغه فرمان څخه سرغړونه وکړي د کوکنارو کښت به یې له منځه وړل کیږي او په خبره یې له سرغړونکي سره به یې د «اسلامي شریعت» له مخې چلند کیږي.

په فرمان کې د الکولي مشروباتو، هیروئین، شیشه، ټابلېټ کا او چرسو په ګډون د نورو نیشه موادو پر استعمال، انتقال پېر او پلور باندې هم بندیز لګول شوی دی.

د اسلامي امارت مشر پر داسې مهال د کوکنارو د کښت بندېدو فرمان ورکوي چې همدا اوس په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ټولولو وخت دی او خلکو په پراخه پیمانه کوکنار کرلي دي.

د اسلامي امارت د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د کب ۱۸ د ژغورنې نړیوالې کمېټې له مرستیالې میدلن سیدلر سره لیدنه کې ویلي و که چیري نړیواله ټولنه له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته وکړي، د اسلامي امارت حکومت ژمن دی چې د مخدره موادو د کښت او کروندې مخه ونیسي.

نوموړي ویلي و چې په افغانستان کې شاوخوا پنځه میلیونه کسان په نشه يي توکو روږد دي چې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

په ټویټر او فیسبوک کې دونیا ورځپاڼه تعقیب کړئ

د ملګرو ملتونو د مخدراتو او جرمونو پر ضد ادارې رپوټ ورکړی چې افغانستان په نړۍ کې د مخدراتو ستر تولیدونکی هیواد دی چې د نړۍ ۸۰فیصده اپین تولیدوي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸ کال کې رپوټ ورکړی و چې د مخدراتو کښت، تولید او قاچاق د افغانستان د اقتصاد شاوخوا ۱۱ فیصده جوړوي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت د لومړۍ دورې واکمنۍ په وخت ۱۹۹۶-۲۰۰۱ لومړۍ افغانستان کې د کوکنارو کرکیله زیاته شوه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې په ۱۹۹۸ کال کې په افغانستان کې په شاوخوا ۴۱زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل کیدل، خو پّ ۲۰۰۰ کال کې دا شمیره ۶۴زره هکتاره کښت ته ورسیدله.

په ۲۰۰۰ کال کې اسلامي امارت د کوکنارو کښت بند کړ او د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د ۲۰۰۱ کال د می په میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت نژدې صفر ته راټیټ شوی و.

د لنډ خبر لینک

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق