خبرهای مرتبط

جمع

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

اسلامي امارت اماراتو ته د کرزي د سفر غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي‌ ته یوې نژدې سرچېنې امریکا غږ ته ویلي دي ښاغلي کرزي پلان لره متحدو عربو اماراتو ته ولاړ شي چې د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان کورنۍ ته د هغه د مړینې له کبله د تسلیت مراتب وړاندې کړي.

دغې سرچېنې وویل چې ښاغلي کرزي د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت ته احوال ورکړی و چې غواړي اماراتو ته سفر وکړي.

وايي نوموړي غوښتل چې د «کام ایر هوايي شرکت په الوتکه کې د متحدو عربو اماراتو د سفارت له مقاماتو سره یو ځای ولاړ شي، خو اسلامی امارت د هغه د سفر دا غوښتنه نه رد کړې او نه هم تائید کړې ده او د هغه دفتر ته یې ویلي دي چې د اسلامی امارت د حکومت ځواب ته منتظر شي.»

تر دې مخکې ځینو راپورونو ویل چې اسلامی امارت ښاغلي کرزي ته اجازه نه ده ورکړې چې له افغانستان څخه ووځي، خو دغې سرچېنې دا راپورونه رد کړل.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کابل ته د اسلامی امارت له راتګ وروسته په لومړي ځل څو ورځې مخکې له افغانستان څخه ووت.

تر هغه مخکې د افغانستان د مشرانو جرګې مشر هم اماراتو ته تللی و چې بیا بېرته کابل ته ستون شو.

څه موده مخکې د اسلامی امارت د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي په یوې غونډې کې حامد کرزی، عبدالله عبدالله او فضل هادي مسلمیار «لوی مجرمین» بللي وو او ویلي چې هغوی ته «بخښنه» شوې او ساتنه یې کېږي.

راپورونه وایي چې اسلامی امارت له دغو افغان سیاستوالو څخه ضمانت اخیستی چې بېرته به هېواد ته ستنېږي. د اسلامی امارت حکومت په رسمي ډول اماراتو ته د ښاغلي کرزي د دغه سفر د کېدو او نه کېدو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د لند خبر لینک

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق