خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

پر ښځينه وياندويانو محدوديتونه؛ د طلوع نيوز نارينه کارکوونکو هم مخونه پټ کړل

په افغانستان کې د اسلامي امارت د حکومت له لوري د تلوېزيونونو د ښځينه وياندويانو د مخ پټولو د لارښوونې په اعتراض کې، د طلوع تلوېزيون نارينه کار کوونکو خپل مخونه په تورو ماسکونو پټ کړل.
د طلوع نيوز د خپرونو مسٶل خپلواک صافي نن يکشنبه مۍ ٢٢ (غبرګولي لومړۍ) پر خپل فيسبوک پاڼه ليکلي: “موږ نن غمېدلي يو”.

د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهي عن المنکر او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو په يوه تازه اقدام کې د افغانستان محلي تلوېزيونونو ته لارښوونه کړې چې تر دې وروسته دې ښځينه وياندويانې د خپرونو مخته وړلو پر مهال مخونه پټ کړي.

اسلامي امارت د رسنيو له مسٶلينو څخه غوښتي چې د تلوېزيونونو ښځينه وياندويانې د خپرونو پر مهال دغه موضوع جدي وګڼي. که څه هم تيرو دوو ورځو کې ښځينه وياندويانو دغه امر ته توجه نه وه کړې خو نن يکشنبه زياتو ښځينه وياندويانو د تلوېزيوني خپرونو پر مهال مخونه پټ کړي وو.

له يادو کسانو څخه يوه هم د تهمينې عثماني په نوم د طلوع نيوز د “همګام” خپرونې چلوونکې وه چې پټ مخ پر تلوېزيون را ښکاره شوه. د ټولنيزو شبکو ګڼو کاروونکو د هغې عکسونه خپاره کړي دي.

د حامد بهرام په نوم د دغه تلوېزيون يوه کار کوونکي د دغه ګډې خپرونې تر پاى ته رسېدو وروسته پر خپل فيسبوک پاڼه وليکل: “دتهمينې ستوني يې بند کړى دى، خو هغه هڅه کوي چې د خلکو واقعي غږ شي. د هغې پر خوله يې مهر وهلى دى. خو هغه په مېړانې سره د نړۍ پېښې تر تاسو رسوي.”

د اسلامي امارت د امربالمعروف وزارت وياند محمد صادق عاکف مهاجر له فرانس پرس خبري اژانس سره خبرو کې ويلي که د تلوېزيوني خپرونو چلوونکې دغه لار ښوونې عملي نکړي، تر هغه وروسته به دوى د هغه تلوېزيون له مسٶلينو او يادو ښځينه کار کوونکو له کورنيو سره خبرې کوي.

ښاغلي مهاجر ويلي چې د دغې لارښوونې د نه عملي کېدو په صورت کې به د دغه رسنيو مسٶلين مجازات شي.

د اسلامي امارت لخوا په تلويونونو کې د ښځينه وياندويانو لخوا د مخ پټولو اجباري کېدو پراخ غبرګونونه پارولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي امارت له ياد امر سره مخالفت وښود او تلوېزيونونو له ښځينه وياندويانو څخه يې وغوښتل چې د مخ پټولو په اړه د اسلامي امارت لاښوونه ونه مني.

ښاغلي کرزي له طالب چارواکو څخه وغوښتل چې خپل دغه پرېکړه بيرته واخلي ځکه په خبره ېې دغه امر دافغانستان نوم او ددغه هيواد شهرت ته زيان سوي او په هيڅ صورت افغاني نه دى.

منبع: امریکا غږ

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق