د اسلامي امارت د کابل په ګډون د درې لویو هوايي ډګرونو د امنیت او مدیریت قرارداد نن سې شنبه (غبرګولې درېیمه) له متحده عربي اماراتو سره لاس لیک کړ.
د افغانستان د څلورو هوايي ډګرونو د تنظیم او کنټرول د قرارداد د لاس لیک مراسمو کې د اسلامي امارت د رئیس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون لوړپوړو اسلامي امارت چارواکو ګډون کړی و.
دغه قرارداد نن سې شنبه په کابل کې لاسلیک شو. د اسلامي امارت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر په دغه مراسمو کې وویل چې د اسلامي امارت حکومت له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
ښاغلي برادر د یاد هوايي ډګرونو د مدیریت د قرارداد لاسلیک مهم وباله او ویې ویل چې دغه توافقنامه نړیوالو هوايي شرکتونو ته اجازه ورکوي چې افغانستان په خوندي توګه خپل پروازونه پيل کړي.
هغه همدارنګه وویل چې د اسلامي امارت حکومت د هیواد د اقتصادي ودې په برخه کې پوره هڅه کوي او همدارنګه د هغو بهرنیو شرکتو د امنیت نیولو په خبره کې چې غواړي په دغه هیواد پانګونه وکړي جدي هڅې کوي.
اسلامي امارت چارواکي وايي چې د کابل، کندهار او هرات هوايي ډګرونو د مدیریت مسؤلیت د (ګاک) په نوم د متحده عربي اماراتو شرکت ته وسپارل شو. ویل کیږي چې د افغانستان دریو لویو هوايي ډګرونو د مدیریت او تنظیم قرارداد په اړه توافق اماراتو ته د ملا عبدالغني برادر د وروستي سفر پر مهال شوی دی.
متحده عربي امارات پر داسې مهال د افغانستان د څلورو لویو هوايي ډګرونو د مدیریت قرارداد اخلي چې تر دې مخکې اسلامي امارت په دې اړه د قطر او ترکیې حکومت سره خبرې پیل کړې وې.
د دواړو هیوادونو تخنیکي ټېمونو تر دې مخکې څو ځله کابل ته سفر کړی و او حتا تر دې مخکې قطري چارواکو په دې برخه خبرو کې د پرمختګونو خبر ورکړی و.
خو په دې وروستیو کې د اسلامي امارت او قطر چارواکو وویل چې د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د امنیت او مدیریت په اړه د دواړو لورو ترمنځ خبرې هغه مهال له ستونزو سره مخ شوې چې اسلامي امارت چارواکو ویلي و د هوايي ډګرونو د امنیت چارې به د دوی کسانو ته سپارل کیږي.
د دوی په خبره، تیره میاشت د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د یو اسلامي امارت پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی و او د قطر د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره په دې اړه خبرې کړي وې.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالاتو او ناټو د ځواکونو په وتلو او د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته، له کابل هوايي ډګر څخه بهرني پروازونه بند شول او د څه باندې نهو میاشتو په تېرېدو سره لا هم دغه بهیر عادي حالت ته نه دی ګرځېدلی.
په داسې حال کې چې د کابل هوايي ډګر د کورنیو او نړیوالو پروازونو پر مخ خلاص دی، خو بیا هم ویل کیږي چې بشپړه بیا رغونې ته اړتیا لري، تر څو بشپړه توګه الوتنو ته چمتو شي.
د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط مخکې هم متحده عربي اماراتو د افغانسان د هوايي ډګرونو د مدیریت په برخه کې همکاري کوله، خو پر افغانستان د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته، د بهرنیو ځواکونو وتلو او تخلیې پروګرام په جریان کې قطر مهم رول لاره.