خبرهای مرتبط

جمع

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

اسلامي امارت: پر ښځو د محدودیتونو په اړه د امنیت شورا اندېښنې له واقعیته لیري دي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (غبرګولې شپږمه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلامیې په ځواب کې د ښځو لپاره د حجاب پر رعایت ټینګار کړی او زیاته کړې ده چې پر افغانانو د مذهبي او کلتوري عقیدې سره په مخالفت کې هیڅ نه دي تحمیل شوي.

د اسلامي امارت په اعلامیه کې راغلي: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت همداراز د افغان ښځو د حقوقو په اړه د امنيت شورا په اعلاميې کې ذکر شوې اندېښنې له واقعيته لرې بولي او د افغانانو د منل شویو دیني او کلتوري لارښوونو په چوکاټ کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د بشپړو حقوقو د تأمین په برخه کې پر خپله ژمنه یو ځل بیا ټینګار کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې «اسلامي امارت» د افغانانو دیني ازادۍ ته درناوی او د خبرو له لارې د ستونزو پر هواري باور لري. اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د افغانانو دیني او کلتوري ارزښتونو ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې په ورځ (غبرګولي دریمه) د رایو په اکثریت د یوې بیانېې په تصویبولو سره له اسلامي امارت وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو او افغان میرمنو په وړاندې محدود کوونکي سیاستونه “ډیر ژر” بدل کړي.

د امنیت شورا دغه اقدام څو ورځې وروسته له هغه وشو چې اسلامي امارت په افغانستان کې د تلویزیونونو ښځینه خبریالانو ته د تلویزیون پر مخ د راڅرګندیدو پرمهال د مخ د پټیدو امر وکړ.

په دغه بیانیه کې چې د ناروې له خوا وړاندې شوه د امنیت شورا ۱۵ غړو هیوادونو ویلي چې هغوی په خاص ډول د اسلامي امارت له خوا په هغو محدودیتونو اندیښمن دي چې ” تعلیم، کار ، تګ راتګ، او په عادي ژوند کې د میرمنو بشپړ، برابر او معنی داره ګډون محدودوي.”

امنیت شورا ویلي هغوی پر اسلامي امارت غږ کړی دی چې پر بشري حقونو او د افغان میرمنو او نجونو په اساسي ازادیو لګیدلي محدودیتونه او پالیسي ګانې ډیر ژر بیرته بدلې کړي.

یادې شورا له اسلامي امارت غوښتي دې چې له ځنډ پرته د ټولو نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي. دغې شورا همدارنګه د ټلویزیونونو په ګډون په عام محضر کې د میرمنو د مخونو د پټیدو د اعلان په اړه د اسلامي امارت په اقدام “ژوره اندیښنه” ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکوونکی ریچارد بنیټ هم ویلي چې افغانستان د خورا زیاتو بشري ګواښونو سره مخ دی او د اسلامي امارت له حکومت یې غوښتي چې د بشري وضعیت د ښه کیدو لپاره دې د خپلو خبرو او کړنو ترمنځ فاصله کمه کړي.

ریچارد بنیټ د ملګروملتونو له خوا د دغې ادارې له اړخه د بشري حقونو د وضعیت د ارزولو لپاره ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه د ټاکل کیدو وروسته په خپل لومړني خبري کنفرانس کې د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو سره په خبرو کې افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په خرابیدو ژوره اندیښنه څرګنده کړه او په ځانګړي ډول په ټولنه کې د ښځو په خذفولو باندې اندیښنه وښوده.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق