خبرهای مرتبط

جمع

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

دانشجویان افغان از عدم تمدید روادید تحصیلی هند انتقاد کردند

همزمان با انتقاد دانشجویان هند از عدم تمدید روادید...

کاهش کمک‌ها و ابتلای سه میلیون کودک به سوءتغذیه در افغانستان

سازمان جهانی غذا با ابراز نگرانی از شرایط افغانستان...

خوړو نړيوال پروګرام له افغان زلزله ځپلو سره د مرستو د دوام خبر ورکړ 

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) ویلي چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د بېړنيو مرستو هڅې روانې دي او زیاتوي چې په تېره يوه اونۍ کې يې له ۲۵زرو خلکو سره مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د جمعې په ورځ (چنګاښ ۱۰) وویل چې په دې بېړنیو مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي چې په وروستیو ورځو کې د پکتیکا او خوست ولایتونو پر اوسېدونکو ویشل شوي دي.

دغې ادارې اندېښنه ښودلې چې له زلزلې سربېره په افغانستان کې وضعیت بېړنی دی او له میاشتو راهیسې خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو ددغې ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې څه دپاسه ۱۹ میلیون وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره لاس او ګرېوان دي، چې په هېواد کې پر اقتصادي کړکیچ او وچکالۍ سربېره په جنوب ختیځو ولایتونو کې د خونړۍ زلزلې له وجې دغه شمیر نور هم زیات شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ټینګار کړی دی چې په دې هیواد کې به د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د نړيوال خوراکي پروګرام وياندې شیلي تکرال په يو ويډيويي پيغام کې پر نړيوالې ټولنې غږ کړى، چې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي او دغه هېواد هېر نه کړي.

اغلې تکرال زیاته کړې ده چې دا مهال د دغه هېواد خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د نړیوالو بنسټونو او نړیوالې ټولنې مرستو ته سخته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې دمخه تر دې ویلي وو چې د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو او د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د زلزلې له امله شاوخوا ۲۱۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستیو شمېرو له مخې اوسمهال په زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ سرپناه نلري او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د تېرې اونۍ زلزلې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې ۱۰۳۶ کسان وژل شوي او ۲۹۴۹ نور یې ټپیان شوي دي.

په دغو ولایتونو کې له خونړۍ زلزلې شاوخوا دوه اونۍ وروسته لا هم زلزله ځپلو ته د سیمې او نړۍ د هېوادونو د مرستو لړۍ روانه ده.

په تازه پېښه کې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي، چې د افغان زلزله ځپلو سره د مرستو په دوام کې پرون د غلام خان په بندر کې ۲۵۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي افغان چارواکو ته وسپارل شول.

دا پداسې حال کې دي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA)  په دې وروستیو کې ویلي چې د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو ته د سمدستي ځواب ویلو لپاره ۱۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

اوچا (چنګاښ ۲۷) وویل چې په دې پیسو سره به د پکتیکا او خوست ولایتونو د ۳۶۲ زره هغو کسانو سره مرسته وشي چې د زلزلې له امله زیانمن شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی او د بشردوستانه چارو همغږي کوونکي، رامز الکباروف وویل، د راتلونکو دریو میاشتو لپاره د ۱۱۰ میلیونو ډالرو بیړنۍ غوښتنه شوې، چې وروسته به بیا نورو پیسو ته هم اړتیا وي.

منبع: امریکاغږ

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق