خبرهای مرتبط

جمع

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

د بشري حقونو د څار سازمان: افغان معلولین له بشري مرستو لیري ساتل شوي 

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان په جنوب ختیځ کې وروستۍ زلزلې ته په اشارې بشري مرستو ته د معلولیت لرونکو کسانو پر نه لاس رسي اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان نن دوشنبه (چنګاښ ۲۰) په یو راپور کې ویلي چې د طبیعي پېښو سره هم مهاله، معلولیت لرونکي وګړي خوراکي موادو او روغتیايي مرستو ته د لاس رسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دغه بنسټ ویلي: “معلولیت لرونکي وګړي د یوې ډلې په توګه له ګواښ سره مخ دي. په افغانستان کې له زلزلې وروسته د معلولیت لرونکو وګړو د اړتیاو په اړه ارقام نشته او له ډیرو کلونو څنډې ته شوي دي.”

په راپور کې ټینګار شوی دی چې مرسته رسوونکي بنسټونه او د معلولیت لرونکو خلکو د حقوقو د ملاتړ ډلې باید یو ځای کار وکړي تر څو دا ډاډ تر لاسه شي چې مرستې له تبعیض پرته ټولو ته رسیږي.

یوه افغانه مېرمن چې د معلولیت لرونکو وګړو د یو بنسټ مشري یې کوله، او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان باندې د اسلامي امارت تر حاکمېدو وروسته له هیواد څخه وتلو ته مجبوره شوې، د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي: “تر زلزلې وروسته معلولیت لرونکي زیانمن شوي او هغه کسان چې د زلزلې له امله معلول شوي اوس مهال بېړنیو روغتیايي مرستو او کمکي وسایلو ته اړتیا لري.”

د بشري حقونو څار بنسټ ټینګار کړی دی چې پر افغانستان د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته د بشري حقونو د نقضېدو تر څنګ، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو مسلې، حکومتونه افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي.

یاد سازمان ویلي چې په افغانستان کې له معلولیت لروونکو وګړو سره مرستې باید د طالبانو په رسمیت پيژندلو مسئلې او سیاست سره تړاو ونلري. د دوی په وینا، که چیري په افغانستان کې له معلولیت لروونکو وګړو سره مرستې ونشي، هغوی به له کړکېچ سره مخ شي.

منبع: امریکا غږ

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق