خبرهای مرتبط

جمع

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

اسلامي امارت: نور هیوادونه دې موږ ته د ژوند کولو بڼه نه راښيي

د اسلامي امارت حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد وايي، اسلامي امارت د امریکا متحده ایالاتو سره دوحه کې کړي ژمنې پر ځای کړي دي.

ښاغلي مجاهد د جمعې په ورځ (چنګاښ ۳۱) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ند پرایس څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې اسلامي امارت به هیڅ چاته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.

د راپورنو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس پرون پنجشنبه خبریالانو ته وویل تر څو چې اسلامي امارت د امریکا متحده ایالاتو او افغانانو غوښتونو ته پام ونکړي متحده ایالات به له هغوی سره اړیکې ونه ساتي.

د ښاغلي پرایس په وینا له القاعده شبکې سره اړیکې قطعه کول، له تروریزم سره مبارزه او د ټول شموله حکومت جوړول له اسلامي امارت څخه سیاسي غوښتنې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د نجونو پر مخ د شپږم پورته ټولګیو پرانیستل، د اقلیتونو حقوقو ته پام کول، ښځو ته د کار اجازه ورکول او هغو افغانانو ته چې غواړي له دغه هیواد څخه ووځي اسانتیاوې برابرول له اسلامي امارت څخه د افغانانو اساسي غوښتني دي.

هغه همدارنګه ویلي چې اسلامي امارت له خپلو خلکو سره کړي ژمنې نه دي عملي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، تر څو چې اسلامي امارت دې غوښتونو ته پام ونکړي د امریکا متحده ایالات به له اسلامي امارت سره هیڅ ډول اړیکې او جوړجاړی ونکړي.

خو د اسلامي امارت حکومت ویاند د تیر په شان یو ځل بیا ویلي چې اسلامي امارت د ټولو وګړو شرعي حقوقو ته ژمن دی.

هغه ویلي: «همدا ډول د افغانستان اسلامي امارت د خپلو وګړو د ټولو شرعي حقوقو ورکړې ته هم ژمن دی. په افغانستان کې دښځو او نارینه لپاره د نورمال ژوند او امن فضا جوړه شوې ده او د ټولو اقلیتونو حقوق محفوظ دي. نور په افغانستان کې د نظام او د ژوند نورو چارو څرنګوالی د افغانانو مربوط مسائل ديږ»

ښاغلي مجاهد ویلي چې لکه څرنګه چې د اسلامي امارت حکومت نه غواړي د نورو هیوادونو په کورنیو چارو مداخله وکړي، همدارنګه له نورو هیوادونو هم ورته تمه لري چې په د افغانستان په کورنیو چاروکې مداخله ونکړي او «موږ ته دژوند کولو بڼه راونښيي.»

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګي بند شوي او د ښځو په وړاندې د کار ساحه هم محدوده شوې ده.

اسلامي امارت د ۱۴۰۱ تعلیمي کال د پرانیستې په ورځ ویلي وو چې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر امرثاني پوري تړلي وې، د اسلامي امارت دې اقدام په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه وپارول.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق