خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

پاکستان کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۸۲ او د ټپيانو شمېر ۱۵۰۰ ته رسېدلی

د پاکستان د طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې NDMA د شمېرو له مخې د سېلابونو له امله د مړو شمېر نږدې زر کسانو ته رسېدلی دی او نږدې یو نیم زر نور کسان ژوبل دي.

حکومت له زیانمنو سره د مرستو لپاره ۳۸ میلیارده روپۍ ځانګړې کړي.

د شنبې تر ناوخته د اعلان شویو شمېرو له مخې ۹۸۲ کسان په ټول پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله مړه شوي.

ویره یې شته چې د مړینو شمېر تر دې څو چنده لوړ وي ځکه عام خلک اندېښمن دي چې ګڼ نور کسان سېلابونو وړي او مړی او ژوند یې نه دی معلوم.

وروستیو سېلابونو شاوخوا ۳۳ میلیونه خلک په پاکستان کې اغېزمن کړي او اووه لکه هستوګن کورونه او ودانۍ یې نړولي.

په انسانانو سربېره د اعلان شویو شمېرو له مخې څه باندې اته لکه څاروي تلف شوي او لسګونه زره نور څاروي ورک دي چې ښايي راتلونکو ورځو کې یې شمېر ډېر لوړ شي.

د بلوچستان د مرکز کوټې اوسېدونکی صدیق احمد له فرانسپرس سره په خبرو کې ویلي حکومتي چارواکو ژمنه کړې وه چې، د سیند د اوبو د خطر د مخنیوي لپاره به کانګريټي دېوالونه جوړوي خو دا کار یې په لسو کلونو کې ونه کړ او بلاخره یې خلک د مرګ خولې ته ورکړل.

نوموړي ويلي: «ما دلته کور جوړ کړ. اته کاله وشول. دوی ژمنې کولې چې کانګريټي دېوال درته جوړوو. او د سیند غاړې به ټولې پخوو. خو دا ژمنې یې هم پوره نه کړې او هيڅ کار یې ونه کړ. برېښنا او ګاز خو پرېږده چې هغه هم نه دي راغلي.»

د پاکستان په ګڼو برخو کې وروسته له هغه سېلابونه وبهېدل چې د افغانستان په مرکزي او ختیځو سیمو کې درانه ورښتونه وشول او په زیاته کچه اوبه او سېلابونه د پاکستان په خوا ورغلل.

د پنجاب د فاضل پور یو اوسېدونکی محمد عظیم وايي، خلک دې سېلابونو سخت زیانمن کړل.

نوموړی وايي: «موږ ته ډېر زیان را رسېدلی دی. کورونه مو ړنګ شوي. خپلوان مو هم په‌کې مړه شوي. سېل زموږ د ګاونډي بچیان ټول یوړل. هر چېرته درې متره اوبه ولاړې دي.»

پاکستاني حکومت بېړنی حالت اعلان کړی او پوځ لګیا دی څو په سېلاب ځپلو سیمو کې ایسار خلک وژغوري.

تر دې دمه د پوځ او نورو مرستندویه ډلو په همکارۍ باندې نږدې پنځه لکه کسان په موقتي کمپونو کې هستوګن شوي دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په خپله د سندهـ یوې سېلاب ځپلې سیمې ته ورغلی و او اوسنی سېل یې بې ساری وباله.

هغه له نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه او تر څنګ یې ژمنه وکړه چې د پاکستان حکومت هرې زیانمنې کورنۍ ته ۲۵ زره روپۍ ورکوي او حکومت د سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره ۳۸ میلیارده پاکستاني روپۍ ځانګړې کړي.

په دې سربېره اروپايي ټولنې او نورو مرستندویه بنسټونو د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د سلګونه میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده او له زیانمنو سره یې خواخوږي ښودلې.

  • ازادي رادیو

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق