خبرهای مرتبط

جمع

جو بايډن: ترهګر چې د نړۍ په هر ځای کې وي موږ يې څارو او له‌منځه يې وړو

د امریکا ولسمشر وايي، ترهګر چې د نړۍ هر ځای کې وي دوی یې څاري او له منځه یې وړی.

ولسمشر جوبایډن دا خبره د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ د بریدونو د ۲۱مې کلیزې په مناسبت یاغونډې ته په وینا کې وکړه.

په هغو بریدونو کې نږدې درې زره امریکایان وژل شوي وو.

د ازادی راډیو په وینا، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن ویلي سره له دې چې، د افغانستان ماموریت پای ته ورسېد خو د امریکا د دفاع لپاره هوډ پای نه مومي.

ولسمشر بایډن د خپلې وینا یوه برخه کې وویل: “لس کاله یې وخت ونیوه څو اسامه بن لادن هدف وګرځوو او له‌منځه یې یوسو. خو موږ دا کار وکړ. دا اوړی ما پر الظواهري باندې د برید امر ورکړ هغه څوک چې د ۹/۱۱ (د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ مې برید) پر مهال د اسامه مرستیال وو. ځکه موږ به هيڅکله ارام و نه‌کړو، هيڅکله به هېر نه‌کړو، هيڅکله به په شا نه‌شو. اوس نو الظواهري هيڅکله امریکایانو ته ګواښ نه‌شي پېښولی. له شلو کلونو وروسته د افغانستان ماموریت ختم شو خو پر امریکا متحده ایالتونو باندې د بل برید د مخنیوي لپاره زموږ هوډ پای نه مومي.”

ولسمشر بایډن وویل، د امریکا دفاع او استخبارات وضعیت څاري او ترهګر چې د نړۍ هر ځای کې سر پورته کړي هدف به وګرځول شي.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱ القاعده شبکې څلور الوتکې یرغمل او پر امریکا یې بریدونه وکړل.

دوه الوتکې یې په نیویارک کې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز په ټاورونو وروستلې او په یوې باندې یې په ویرجینیا کې د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ودانۍ هدف وګرځوله.

څلورمه الوتکه هدف ته تر رسېدو دمخه چې یا سپینه ماڼۍ یا کپېټول هېل د کانګرس ودانۍ وه په یوه ډاګ کې ولوېده.

په دغو بریدونو کې ټول ټال ۲۹۷۷ امریکایان ووژل شول سربېره په دې د القاعده ۱۹ ترهګر غړي هم چې بریدونه یې ترسره کړل له منځه یوړل شول، ۲۵ زره امریکایان ټپيان شول.

ولسمشر بایډن وویل تر بریدونو وروسته میلیونونه امریکایان د خپل هېواد د دفاع لپاره چمتو شول.

ښاغلي بايډڼ وويل: “د هېواد له ګوټ ګوټه میلیونونه ځوانانو او پېغلو د ۹/۱۱ برید ته په زړورتیا او کلک عظم ځواب ورکړ او چمتو شول چې زموږ د اساسي قانون دفاع وکړي او د نړۍ د تاریخ په تر ټولو ستره مبارزه کې برخه واخلي. د ۹/۱۱ پېښې راهیسې سلګونه زرو پوځيانو په افغانستان، عراق او د نړۍ په نورو ډېرو سیمو کې دندې ترسره کړې څو د ترهګرو د امن پټنځایونو مخه ونیسي او امریکایان خوندي وساتي.”

د ۲۰۰۱ کال بریدونه په امریکا کې القاعده وکړل خو امریکايي چارواکو وویل چې، زرګونه کیلومتره لرې له افغانستانه پلان شوي وو، هغه وخت طالبان پر افغانستان واکمن وو.

بلاخره امریکا د القاعده د له‌منځه وړلو او د هغوی د ملاتړي رژیم طالبانو د حکومت د نسکورولو لپاره په افغانستان کې پوځي عملیات پيل کړل.

دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي چې تر شل کلونو وروسته بلاخره د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱ رسماً له افغانستانه د وروستي امریکایي پوځي په وتلو پای ته ورسېده.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق