دا ځل د افغانستان یو بل ګاونډي تاجکستان د دې جغرافیې د امنیت په اړه خپله اندېښنه د ملګرو ملتونو په ۷۷یمه سرمشریزه کې شریکه کړه.
د آزادي رادیو په وینا، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین پرون دې غونډې ته وویل، د افغانستان وضعیت د اسلامي امارت له کنټرول وتلی او دا هېواد په چټکۍ سره د ترهګرو ډلو په پټنځای بدلېږي، هغه ادعا چې اسلامي امارت تل رد کړې ده.
نوموړي ويلي: «افغانستان په چټکۍ سره د ترهګرو ډلو په پټنځای او د طالبانو د بنسټپاله افکارو د خپرېدو په سیمه د بدلېدو په حال کې دی. سربېره پر دی موږ د داسې یو سیسټماټیک کار شاهدان یوو چې له مخې یې د منځنۍ اسیا هېوادونو د وګړو په ګډون بهرني جنګیالي د افغانستان شمال ته راوستل کېږي چې هدف یې زموږ پولو ته نږدې د تاوتریخوالي د یوې نوې څپې پیل دی.»
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد بیا نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی به اجازه ور نهکړي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکارول شي.
ښاغلي مجاهد وويل: دا خبره موږ ردوو چې خدای مه کړه په افغانستان کې به کومه ترهګره ډله ځای نیسي او یا به د چا پر ضد د افغانستان خاوره کارول کېږي. موږ دا ډاډ ورکړی. د تاجکستان دا اندېښنه پر ځای نهده. دوی باید په دې اړه بیا فکر وکړي او له نږدې خپل تشویش له موږ سره شریک کړي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې اسلامي امارت پر دې هم تورن کړل چې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو اړوند یې په کور دننه د افغانانو، د سیمې هېوادونو او نړیوالو غوښتنې نه دي منلي.