خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

تاجیکستان کې پر افغانستان امنیتي غونډه ده؛ د امریکا شارژدافیره هم ورغلې

افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وايي د «هرات امنیتي خبرو کې» د ګډون لپاره تاجیکستان ته تللې ده.

اغلې ډیکر د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لېندۍ اتمه) په خپل ټویټر کې لیکلي چې د هرات امنیتي خبرې د افغانستان د وضعیت په اړه د د افغانستان، تاجیکستان، د سیمې هیوادونو او اروپايي ټولنې د استازو ترمنځ د نظرونو د تبادلې بهترین فرصت دی.

هغې لیکلي: «زه دلته د اورېدو لپاره راغلې یم. خو چمتو یم چې له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې د افغانانو او افغانستان د ملاتړ په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو او خپل قاطع ملاتړ یو ځل بیا تکرار کړم.»

د هرات لسمه امنیتي ناسته، د «ټول شموله سیاسي نظام: بڼې او لارې نخشې» په نوم نن سه شنبه د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې پيل شوه.

دغه ناسته د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت لخوا تر سره کیږي، یاد انستیتوت وايي چې دغه ناستې ته د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې او د ۲۰ نړیوالو هیوادونو د سفیرانو او استازو په ګډون ۱۲۰ مېلمانه دعوت شوي دي.

د انستیتوت په اعلامیه کې راغلي چې د هرات د لسمې امنیتي ناستې تر سره کېدو هدف د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې کول او د دغه هیواد بحران ته د نړیوالې ټولنې د توجه جلبول دي.

د هرات د امنیتي خبرو اتو لومړی کنفرانس د ۲۰۲۱۲ کال په اکتوبر میاشت کې په هرات ولایت کې تر سره شوی و چې هدف په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو په اړه د نظرونو تبادله او حل لارې شریکولو و.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت ویلي چې د افغانستان د وضعیت په اړه د «هرات امنیتي کنفرانس» به د دوو ورځو لپاره د لېندۍ اتمه او نهمه) د تاجیکستان مرکز دوشنبې کې روان وي.

منبع: امریکا غږ

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق