د يوه حکومتي چارواکي په حواله د پېښور په يوه جومات کې يوه ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۲۸ کسان وژلي او ۱۵۰ نور یې ټپیان کړي دي. زياته شوې چې وژل شوي کسان زياتره یې پوليس دي چې د ماسپښين د لمانځه له پاره مسجد ته ورغلي ول.
د يوه حکومتي چارواکي په حواله د پېښور په يوه جومات کې يوه بمي بريد لږ تر لږه ۲۸ کسان وژلي او ۱۵۰ نور یې ټپیان کړي دي. زياته شوې چې وژل شوي کسان زياتره یې پوليس دي چې د ماسپښين د لمانځه له پاره مسجد ته ورغلي ول.
د پېښور د پوليسو مشر اعجاز خان وويل چې دغه مسجد د ايالتي پوليسو او د ترهګرۍ ضد ادارې په مرکز کې پروت دی. نوموړي وويل چې دا امکان چې دا ښايي يو ځانمرګی بريد وي، نه شي ردېدلای. نوموړي زياته، کړې چې په ودانۍ کې د بمي بريد نښې نخښې موندل شوي دي.
د پوليسو مشر افسر سکندر خان په خبره، داسې انګیرل کیږي چې ډير کسان د ويجاړيو لاندې شوی وي. نوموړي وويل چې د پېښې پر وخت په مسجد کې څه نا څه ۲۶۰کسان موجود ول.
دا جومات چې د پېښور په يوه ډېره خوندي سيمه کې پروت دی، د چاودنې له کبله يې يوه برخه نړېدلې ده.
په پيښور کې د لیډي ريډينګ روغتون يوه ویاند لومړی ويلي ول چې ته تر ۹۰ پوري ټپيان ليږدول شوي او د ځينو ټپيانو حالت نازک دی.
تی تی پی د دغې چاودنه مسئولیت ده منلې.
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف دغه بمي بريد غندلی دی او ويلي دي چې د بريد عاملين «له اسلام سره هيڅ تړاو نه لري.»
نوموړي زياته کړې: «ترهګر د هغو کسانو په ويرولو سره چې د پاکستان د دفاع دنده ترسره کوي، د ویرې فضا رامنځته کول غواړي.»