د پاکستان لاهور ښار کې د بي بي سي خبریال وایي، د عمران خان نیولو پسې ورغلي پولیس د تحریک انصاف ګوند د غړو له پرلپسې مقاومت وروسته د هغه له هستوګنځي په شا شوي.
چارواکو د دې شاته تګ په اړه تر اوسه رسمي هېڅ نه دي ویلي چې ایا دا د کومې امنیتي ستراتیژۍ برخه ده او که د کوم بل دلیل له مخې پولیس له خپلو ځایونو وروسته شوي.
که څه هم ځينو پاکستان رسنیو لیکلي چې دا کار په لاهور کې نن د کیدونکي سوپر لیګ کرېکټ سیالۍ لپاره شوی چې د تاوتریخوالي مخه نیول شوې وي.
له دغې نوې ګام وروسته د تحریک انصاف ګوند پلویانو لخوا پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې خوشالۍ کوي.
له دې سره هم مهاله د عمران خان هغه ویډيو هم لاس په لاس کېږي چې ادعا کېږي، د پولیسو له شا ته تګ او د اوښکو بهونکي ګاز او ډزو بندېدو وروسته د خلکو لېدو لپاره د خپل کور انګړ ته راوځي.
په انځورونو کې ښکاري چې له ګازو څخه د خونديتابه په موخه ښاغلي خان د ټول مخ ماسک تړلی.
د عمران خان نیولو په عملیاتو کې ۶۵ پولیس ټپیان شوي
د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزېب په عمران خان د کورنۍ جګړې او افراطیت د خپرېدو تور لګولی.
نوموړې ویلي، حکومت د عمران خان د نیولو هېڅ شخصي لېوالتیا نه لري خو دا د محکمې پرېکړه ده چې حکومت یې باید عملي کړي.
اغلي اورنګزېب ویلي، د محکمې د پرېکړو پلي کولو لپاره چې د عمران خان د نیولو کوم عملیات روان دي، تر اوسه پکې ۶۵ پولیس ټپیان شوي او روغتونونو ته وړل شوي دي.
د ځانګړو ځواکونو په ګډون زرګونه پاکستاني ځواکونه له تېرې ورځې سې شنبې راهیسې د لاهور زمان پارک ته رسېدلي چې عمران خان ونیسي، خو د پولیسو دا عملیات د تحریک انصاف ګوند غړو له سخت غبرګون سره مخ شوي.
دواړو لورو په یوه بل د وسلو د استعمال تورونه لګولي او ویل کېږي پولیس د خلکو له سخت مقاومت وروسته په پرمختګ نه دي بریالي شوي.